اطلاعات روز: د هلمند سیمهییز چارواکي وایې، د دې ولایت په واشېر ولسوالۍ کې یو ملکي کس په مرموز ډول وژل شوی دی.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض اطلاعات روز ته وویل، وړمه ورځ (جمعه، د کب په ۲۰مه) د واشېر ولسوالۍ د پیراباد سیمه کې یو جسد موندل شوی چې په مرموز ډول وژل شوی دی.
هغه وایي، د محمد ابراهیم په نوم دغه کس چې شخصي کاروبار یې کاوه، په چړو وهل شوی او سر یې له تنه غوڅ شوی دی.
ښاغلي ریاض وویل، د وژل شوي کس په تور طالبانو دوه کسان نیولي او څیړنې ترې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ ارزګان کې هم د تیر نظام یو نظامي کس د نامعلومه کسانو لخوا په ډزو وژل شوی و.
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته مرموزې وژنې زیاتي شوي دي او هره ورځ په بیلابیلو ولایتونو کې خلک وژل کیږي.
