اطلاعات روز: د طالبانو بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیرخان متقي او ورسره پلاوي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاویش اوغلو او مل پلاوي سره د انتالیا فورم په څنډه کې لیدنه وکړه.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نن (یکشنبه، د کب په ۲۲مه) خپرېشوې یوې اعلامیه کې ویلي، چې په غونډه کې د کابل هوایي ډګر او نورو هوایي ډګرونو او دغه راز د دواړو هیوادونو د ژورو اړیکو پر لا پراختیا خبرې وشوې.
د اعلامیې په وینا: «دواړو لوریو د کابل هوايي ډګر او د افغانستان د نورو نړیوالو هوايي ډګرونو پر موضوع خبرې وکړې او د قرارداد پر هغو مادو یې بحث وکړ چې لا هم بحث ته اړتیا لري. ژمنه وشوه چې دواړه هیوادونه به د قطر هیواد په ګډون د تخنیکي بحث له لارې ژر تر ژره پر پاتو موضوعاتو یوه حل ته د رسیدو کوښښ کوي.»
دغهراز ښاغلي متقي د ترکیې له هیواده مننه کړې چې د افغانستان د ولس تر څنګ ولاړ دی چې د بشري، تعلیمي او پراختیايي پروژو په برخو کې له افغانستان سره مرستې کوي.
د افغانستان نړیوال هوایي ډګر له هغې ډلې د کابل هوایي ډګر له سقوط وړاندې د بهرنیو ځواکونو له لارې اداره کېده. اوسمهال ټاکل شوې چې ترکیه او قطر په ګډه د کابل هوایي ډګر او د امکان په وخت کې د هېواد پنځو نورو هوایي ډګرونو مدیریت په غاړه واخلي.
