اطلاعات روز: د امریکا بهرنیو چارو وزارت انتوني بلېنکن ویلي، متحده ایالات به هېڅکله اجازه ور نه کړي څو ترهګر له افغانستانه د پټنځای په توګه ګټه واخلي.
هغه دا څرګندونې پرون (چهارشنبه، د کب په ۱۸مه) واشنګټن کې د ازبکستان سفیر عبدالعزیز کاملوف سره لیدنه کې کړې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلامیې له مخې، دې لیدنه کې دواړو خواوو د اکراین او افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پر اکراین د روسیې پلان شوی او نه توجېهکېدونکی برید د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی.
بلېنکن د اکراین او افغانستان له خلکو د ازبکستان له بشردوستانه ملاتړه مننه وکړه.
هغه دغه راز د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر ته ویلي، امریکا اجازه نه ورکوي چې ترهګر له افغانستانه د پټنځای په توګه کار واخلي.
دا په داسې حال ده چې له افغانستانه د امریکا له وتلو او د طالبانو له راتګ وروسته، هېواد کې د ترهګرو ډلو د فعالیت ډېرېدو په اړه وېره شته ده. دا ډار ډېری وخت د لوېدیځو هېوادونو له لوري مطرح کېږي.
له بلې خوا، د طالبانو چارسمبالی حکومت ډاډ ورکوي او وایي اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
