اطلاعات روز: په ارزګان کې د کرونا ويروس د تشخیص او درملنې په موخه يو شل بستريز روغتون پرانيستل شو.
د ارزګان ولايت د عامې روغتيا رییس ډاکټر محمد الله روحاني د یاد روغتون د پرانېستې پر مهال وویل، په ياد روغتون کې د کرونا تشخیصیه لابراتوار هم فعال دی چې له دې وروسته به په کووېډ۱۹ د اخته ناروغانو معاینانو په کې کیږي.
ډاکټر محمدالله روحاني وايي: «دا چې نړۍ کویډ۱۹ په نوې بڼه چې د امیکرون نوم له ګواښ سره مخ کړی، نو موږ مجبوره وو چې د کرونا په ویروس د اخته ناروغانو لپاره خلاص کړو، دا روغتون ۲۰ بستریز دي او د PSR روغتون یاد کرونا ویروس تشخیصیه لابراتوار هم فعال کړی دی او ټول پرسونل یې پوره دی.»
د ارزګان د عامې روغتيا رییس وايي، د تيرو دريو ورځو پر مهال يې د ۲۳۸ مشکوکو اخيستل شویو سمپلونو څخه ۱۹ مثبت شوي او که خلک روغتيايي سپارښتنې عملي نه کړي د کرونا پيښې به نورې هم زياتې شي.
هغه وايي، په دغه ولایت کې زیات شمیر نور کسان هم په کرونا ویروس اخته دي خو د سمپل لپاره روغتون ته نه راځي.
دی وايي: «په تيرو دريو ورځو کې په ارزګان کې د ۲۳۸ مشکوکو سمپلونو څخه ۱۹ مثبت شوي دي. کيدای سي ډير نور کسان هم په کرونا اخته وي خو د سمپل اخيستلو لپاره روغتون ته نه ورځي.»
د ترینکوټ د ولایتي روغتون رییس ډاکټر غلام حیدر حسامي وویل چې په نږدې راتلونکو ورځو کې په یاد روغتون کې د اکسیجن د تولید ماشین هم فعال شي.
نوموړي د اکسېجن دا دستګاه د ورځې په اوسط ډول له ۴۰ نیولې تر ۴۵ بال پورې به اکسیجن تولید کړي.
دی وايي: «هيله شته چې په نږدې ورځو کې به په ياد روغتون کې د اکسېجن يو دستګاه هم دلته فعاله شي ترڅو د اړتيا وړ اکسېجن توليد شي.»
په ارزګان ولایت کې د WHO یاد د روغتیا د نړیوال سازومان مسول ډاکټر معروف خیل وویل چې له دې وړاندې د کرونا د وارډ د مسوولینو د بیغوري له امله وتړل شو چې اوس یو ځل بیا پرانیستل کیږي.
په ورته مهال عام خلک بیا د روغتيايي مسوولينو څخه غوښتنه کوي چې په دغه ولايت کې دې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره خلکو ته عامه پوهاوي ورکول شي.
د ترينکوټ يو اوسيدونکی شیرمحمد وايي، ډير خلک لاهم نه پوهپږي چې کرونا ويروس څومره خطرناکه دي.
هغه وايي: «اوس هم دلته خلک نه پوهيږي چې کرونا ويروس څومره خطرناکه دي دولت باید دلته خلکو ته د عامه پوهاوي په برخه کې معلومات ورکړي ترڅو هغوی د کرونا څخه وساتي.»
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په دغه ولایت کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې لپاره خپل نوی ځانګړی روغتون جوړیږي، کارونه یې شاوخوا ۹۰ سلنه بشپړ شوي دي.
