ننګرهار کې معلولین د بشري مرستو په ناانډوله وېش نیوکه کوي

اطلاعات روز: د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو معلولین په دغه ولایت کې د مرستندویه ادارو له لوري د بشردوستانه مرستو په وېش نیوکې کوي.

شیرولي یو تن معلول او د کامې ولسوالۍ اوسیدونکی دی. هغه اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، کومې بشري مرستې چې دغه ولایت کې دخوراک نړیوال سازمان، خیریه بنسټونو او نړیوالو موسسو له لوري ویشل کیږي د وېش په برخه کې یې معلولین له پامه غورځول شوي دي.

نوموړی وایي، یادې بشري مرستې په ناعادلانه توګه او د شخصي اړیکو پر بنسټ پر هغه چا وېشل کېږي چې مستحق یې نه وي.

شیر ولي زیاته کړه: «ننګرها کې چې کومې مرستې د موسسو له لوري پر خلکو ویشل کیږي، زیاتره یې پر مستحقینو خلکو نه ویشل کیږي او په خاص ډول پر معلولینو هیڅ نه ویشل کیږي او دوی له پام غورځول شوي دي، زمونږ غوښتنه دا ده چې له معلولینو سره دې مرسته وکړي او حقوق دې ورکړي.»

معلولیت لرونکي وګړي همداراز شکایت کوي او وایې، دې ولایت کې د معلولینو حقونو ته پوره پاملرنه نه کیږي او دوی له خپلو حقونو ناخبره او بې برخې دي.

څلویښت کلن نورګل د معلولینو روان اقتصادي وضعیت د اندیښنې وړ بولي او زیاتوي، چې دوی ته خپل حقونه په بشپړ ډول نه دي ورکړل شوي.

نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، ټولو معلولینو حقونو ته بې له کوم توپیره پاملرنه وکړي او دوی ته دې د کار زمینه برابره کړي

نورګل زیاته کړه: «زیاتره مرستو کې معلولینو په نظر کې نه نیول کیږي او له زیاتو ستونزو سره مخ دي او همدارنګه کوم حقوق چې مخکې دوی ته ورکول کیدل هغه هم اوس پر دوی باندې بند شوي او له همدې امله معلولین له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي، له حکومت غوښتنه کوو چې معلولینو ته پآم وکړي.»

 په همدې حال کې ننګرهار کې د معلولینو د ټولنې مشر مسعود ساپی هم د بشري مرستو ویش ناانډوله بولي او له اړونده ادارو غوښتنه کوي، چې د یادو مرستو د ویش په برخه کې دې معلولین له پامه نه غورځوي.

نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د معلولینو یادې ستونزې یې له حکومتي ادارو، خیریه بنسټونو او نړیوالو مرستندویه موسسو سره شریکې کړي او تمه لري چې ستونزو ته به یې رسیده ګي وشي.

مسعود ساپي زیاته کړه: «مونږ د معلولینو ستونزه تر ډیره د خیریه بنسټونو او همدارنګه له دولتي ادارو سره مو د مرستو د جلب په برخه کې خبرې کړي او تمه لرو چې معلولینو ته به پام وشي او په دې برخه کې به معلولینو ته مرستې ورکړل شي او اوس هم زیاتره معلولنیو ته مرستې ورکول شوي دي.»

 مسعود ساپی همداراز د طالبانو له حکومت، خیریه بنسټونو او مرستندویه ادارو هم غواړي چې د معلولینو لاسنیوی دې وکړي.

د یادونې وړ ده چې تردې دمه د ننګرهار ولایت د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ریاست سره د ۵۰۰۰ په شاوخوا کې هغه معلولین ثبت دي چې په تیرو جنګ جګړو کې کې معلول شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه