اطلاعات روز: نيمروز کې يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي اطلاعات روز ته وویل، د دې ولايت په کنګ ولسوالۍ کې د طالبانو او ايراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
دغه سرچینه وایي، یاده نښته پرون (دوشنبه، د کب په ۱۶مه) یاده ولسوالۍ کې د سيخ سر کانال پر سر رامنځته شوې ده.
د نيمروز طالب چارواکو هم دغه پيښه اطلاعات روز ته تاييد کړه.
د نيمروز د اطلاعات او فرهنګ رییس مفتي حبیب الله الهام اطلاعات روز ته وويل چې د سو تفاهم یا ناسم پوهاوي پر بنسټ ستونزه منځ ته راغلې خو زیاتوي د دواړو هېوادونو ترمنځ وضعيت بيرته کنټرول شوی او وضعیت عادي شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم په نيمروز کې د طالبانو او ايراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه او طالبانو هغه وخت هم ویلي و چې د ناسم پوهاوي له امله د ايراني پوله ساتو ځواکونو سره د دوی جنګياليو نښته کړې ده.
