د ښځو نړیواله ورځ؛ ارزګانۍ مېرمنه: د طالبانو راتګ سره ورځ مو هم هېره ده

خبریال: حبیب‌الله سراب

د مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ ده چې په تيرو وختونو کې به هر کال د تير ړنګ شوي حکومت له خوا دغه ورځ په ټولو ولايتونو کې نمانځل کيده، خو پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسيدو وروسته په لومړي ځل چې دغه ورځ راځي، طالبانو تراوسه د دغې ورځې په مناسبت رسمآ څه دي ویلي.

د ارزګان مېرمنې وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته يې ژوند له سختو کړاوونو ډک شوی او د مارچ  ۸مه چې د ښځو نړيواله ورځ ده، ياده ورځ هم ورڅخه هېره شوې ده.

زرغونه چې په تيرو وختونو کې به يې په ترينکوټ ښار کې سوداګري کوله او له همدې لارې به يې د کورنۍ عايد په لاس راوړل اوس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان شوې او زياتوي چې د طالبانو تر راتګ وروسته يې ژوند سخت له کړاوونو ډک شوی دی.

هغه وايي، د طالبانو له وېرې يې خپلې سوداګرۍ ته شاه کړې ده او د تيرو ۶ مياشتو راهیسې پر کور بې‌کاره ناسته ده.

يادې ميرمنې اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او نه پوهيږي چې حللاره به يې په څه کې وي.

هغه وايي :«زه او زما لورګانو به پخوا غاړې جوړولې او کالي به مو ګنډل په ښار کې به مو پلورل خو اوس دغه ۶ مياشتې کيږي زموږ کار په ټپه دريدلی دی، نه پوهيږو چې موږ څه وکړو اوس دولت باید زموږ سره مرستې وکړي.»

د ارزګان مېرمنې وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته يې ژوند له سختو کړاوونو ډک شوی او د مارچ  ۸مه چې د ښځو نړيواله ورځ ده، ياده ورځ هم ورڅخه هېره شوې ده.

په ارزګان کې د يوې خصوصي راډيو خبريال چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، اطلاعات روز سره يې په خبرو کې وويل، د طالبانو تر محدوديتونو لګيدو ورسته يې کار او زده کړې پرې ایښي دي.

دې وويل، په تيرو وختونو کې یې په ترينکوټ کې يوې خصوصي راډيو سره د خبريالې په توګه کار کوو او له همدې لارې يې خپل اقتصادي ژوند جوړ کړی و، خو په خبره يې چې اوس يې دنده خوشې کړې ده او اقتصادي ستونزې هم لري.

دغه خبرياله چې د ارزګان په لوړو زده کړو موسسه کې زده کړې هم کوي، وايي چې نه يوازې چې دنده نه ترسره کوي، بلکي د طالبانو له وېرې يې زده کړې هم په نيم حالت کې پاتې کيږي.

هغه وايي، په تيرو وختونو کې د ارزګان د لوړو زده کړو موسسه کې شاوخوا ۱۲ تنه ښځې په لوړو زده کړو بوختې وې، خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته اوس د يادو محصلانو له ډلې يوازې ۳ تنه يې پاتې دي.

دا له طالبانو غواړي چې د زده کړو او کار په برخه کې دې ښځو ته اجازه ورکړي او لګول شوي محدوديتونه دې ليرې کړي.

اطلاعات روز په ارزګان کې د مارچ د ۸مې د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت په ترينکوټ ښار کې د لسګونه نورو ميرمنو سره هم خبرې کړې دي.

هغه ميرمنې چې اطلاعات روز سره يې خبرې کړيواک ته د طالبانو راتګ وروسته يې پر خپلو حقوقو انديښنه ښودلې ده او په خبرو کې ويلي چې د کار او زده کړې په برخه کې له زياتو ستونزو سره مخ دي.

په ارزګان کې د يوې خصوصي راډيو خبريال چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، اطلاعات روز سره يې په خبرو کې وويل، د طالبانو تر محدوديتونو لګيدو ورسته يې کار او زده کړې پرې ایښي دي.

د دغو ميرمنو له ډلې يوه هم پښتنه ده چې د خپلې ۸ کسيزې کورنۍ مشري ورترغاړې ده.

پښتنه وايي، د ښځو د نورو حقوقو د ورکولو پر ځای دې يوازې له دوی سره دومره مرسته وشي چې خپل اولادونه په نس ماړي کړي.

دغې ميرمنې وويل چې هره ورځ د مرستندويه ارګانونو مخې ته ورځي، خو په خبره يې چې تراوسه ورسره هيڅ ډول مرسته نه ده شوې.

دې اطلاعات روز ته وويل: «نن مې ۲۵ ورځ ده چې دلته د موسسې مخې ته راځمه، د ولايت پر ټولو موسساتو وګرځيدمه خو هيڅ شی یې هم نه دي راکړي، زما ۶ يتيم ماشومان را تر غاړې دي، زه څه وکړمه زما سره دې مرسته وشي.»

د اطلاعات روز خبريال د ښځو د دغه وضعيت په اړه په ارزګان کې د طالبانو له چارواکو سره غږېدلی دی.

د ارزګان د ولايت مقام وياند قاري محمود موثر وايي، په اسلامي حجاب کې د ښځو د کار او زده کړې مخنيوی نه کوي. د مدثر په خبره چې د بيکاره ميرمنو لپاره يې هم يوه طرحه جوړه کړې ترڅو هغوی سره د کار پیداکولو په برخه کې مرسته وکړي.

مدثر وويل: «په ارزګان کې په اسلامي حجاب کې  ښځې د ټولو حقوقو څخه برخمنې دي، موږ يې مخنیوی نه کوو هغه که د زده کړې په برخه کې وي او که د کار په برخه کې وي، موږ هڅه کوو چې د بیروزګاره ښځو لپاره د کار زمينه هم برابره کړو.»

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ګڼو نړيوالو سازمانونو په افغانستان کې د ښځو پر شته وضعيت اندېښنه ښودلې ده او د طالبانو څخه غوښتنه کوي چې ښځو ته دې د هغوی حقوق ورکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه