اطلاعات روز: د پاکستان سفیر وایي، چې ډېر ژر به د جلال اباد ـ پېښور تر منځ د بسونو د تګ راتګ پروسه یو ځل بیا پیل شي.
د پاکستان سفیر منصور احمد خان ننګرهار ته د سفر پر مهال له سوداګرو او قومي مشرانو سره ناسته کې ویلي، چې د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو د لمنځه وړلو او افغان مسافرو ته د لا نورو ډېرو اسانتیاو د برابرولو په هڅه کې دي.
نوموړی وایي، چې ډېر ژر به د جلال اباد ـ پېښور تر منځ د بسونو د تګ راتګ پروسه یو ځل بیا پیل شي او همداراز زیاتوي، چې د ناروغانو د ستونزو د کموالي لپاره يې هېواد پدې کار کوي، چې د امبولانس سیستم هم فعال کړي تر څو ناروغان پر خپل وخت تر پېښور ورسول شي.
منصور احمد خان زیاته کړه:«د پاکستان حکومت په دې هڅه کې دی چې د پخوا په څیر بیا د جلال اباد- پېښور ترمنځ د بسونو د تګ راتګ پروسه پیل کړي او همدارنګه پاکستان د تلوونکو افغان ناروغانو د ستونزو د حل لپاره به د مبولانس سیستم فعاله شي، څو ناروغان وکولای شي په اسانۍ سره پاکستان کې خپله درملنه وکړي، زمونږ هدف افغان مسافرو ته اسانتیاوې رامنځته کول دي.»
په همدې حال کې ننګرهار میشتي بیا د پاکستاني چارواکو د یاد اقدام هرکلی کوي.
د جلال اباد ښار اوسیدونکي احمدالله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د جلال اباد-پېښور ترمنځ د بسونو په بیا پیل سره به د تورخم له لارې پاکستان ته د تلوونکو مسافرو ستونزې تر ډیره حل شي.
احمد الله زیاتوي:«کومه ژمنه چې د پاکستان سفیر کړې چې بیا د پخوا په شان له جلال اباد څخه پېښور ته د بسونو لړۍ پیل شي، ډیر یو ښه اقدام دی چې په دې سره به تورخم کې هم بیرو بار کم شاو هم به خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي، غوښتنه مو له دواړو لورو دا ده چې مسافرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.»
ولسي خلک پر تورخم د تګ راتګ پر مهال د مسافرو پر وړاندې شته ستونزې او د ګنې ـ ګوڼې زیاتوالی د اندېښنې وړ ګڼي او غوښتنه کوي چې پاکستان باید د سپین بولدک په څېر په تورخم کې خلکو ته په تذکرو د تګ راتګ اجازه ورکړي.
د ننګرهار اوسیدونکي محمد صادق اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې دغه راز د پاسپورټو د ویش پر چټکتیا او همدارنګه د پاکستان د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کیدو غوښتنه هم وکړه.
محمد صادق زیاته کړه:«د پاکستان د ویزو او همدرانګه د پاسپورټونو د ویش او جوړولو په برخه کې هم باید جدي اقدامات وشي، ځکه یو پاسپورټ که څوک جوړوي څو میاشتو کې نه جوړیږي او همدارنګه د ویزو په برخه کې هم دا ستونزه شته دی، هیله ده چې ټولې ستونزې حل شي.»
پاکستاني چارواکي داسې مهال د تورخم له لارې افغان مسافرو ته د اسانتیاوو د برابریدو خبره کوي، چې له دې څو اوونۍ وړاندې په تورخم کې هغه سلګونه ناروغان چې قانوني اسناد لرل کلید ته ویلي وو، چې له څو ورځو راهیسې په دې هڅه کې دی چې خپله ناروغان پاکستان ته د درملنې په موخه انتقال کړي خو د پاکستاني عسکرو له لوري ورته د تګ اجازه نه ورکول کیږي.
