اطلاعات روز: د کرنې طالب سرپرست وزیر عبدالرحیم رشید ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال پر ۱۲ زره جریبه ځمکه د سټروسو بڼونو جوړولو بهیر په پرانیسته کې وویل، چې د دغه ولایت په بیلابیلو سیمو کې به د لیمو، مالټو او نارنجو نیالګي کېنول شي.
نوموړی وایي، د یادو بڼونو په جوړیدو سره به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د کرنې وزیر ټینګار وکړ او ویې ویل، دا وزارت غواړي چې د ننګرهار کانال نیمګړې پروژې هم بشپړې کړې.
عبدالرحیم رشید زیاتوي: «د ننګرهار په بیلابیلو سیمو کې به پر دولس زره جریبه ځمکه د ستروسو مختلف بڼونه جوړ شي، چې نه یوازې خلکو ته به د کار کولو زمینه برابره شي بلکې د سټروسو حاصلات دننه پر هېواد سربېره نورو هېوادونو ته هم صادر شي.»
بل لور ته د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولان وایي، چې تر دې وړاندې پر کابو دوه زره جریبه ځمکه د سټروسو نیالګي کېنول شوي دي.
د شرکتونو خاوندان او بڼوال وایي، چې ګڼو خلکو ته یې د کار زمینه برابره کړې؛ خو له مسولو ادارو غواړي، چې د کانال د اوبو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
په همدې حا ل کې د ننګرهار د کانال رییس مولوي غلام الرحمن وايي، چې پلان لري د کانال اړوند څلور زره او اته سوه جریبه ځمکه هم له غاصبینو ترلاسه او بڼونه پرې جوړ کړي.
ننګرهار چې یو وخت یې د کانال پر ځمکو د سټروسو تولید په سیمه کې کمساری و، حاصلات یې تر منځنۍ اسیا پورې رسېدل؛ خو د تېرو جګړو له امله ډېری دا بڼونه وچ شوي دي.
اوس چې یو ځل بیا د دغو بڼونو د جوړولو او د لیمو، مالټو او نارنجو د نویو نیالګیو د کېنولو چارې پیل شوې، د ننګرهار د اوسېدونکو هېلې یې زیاتې کړې دي.
