اطلاعات روز: طالب چارواکي وایي، د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ترافیکي پیښې له امله دوه تنه مړه شوي او ۲ نور ټپیان دي.
د هلمند د اطلاعات او فرهنګ رییس حافظ راشد هلمندی وایي، پیښه تېره ورځ (یکشنبه، د کب په ۱۵مه) مازدیګر څلور بجې د کندهار-هرات پر لویه لاره د ګرشک په مربوطاتو کې د دوو موټر سایلکونو ټکر له امله رامنځته شوې ده.
هغه وایي، پیښه د وسایطو د چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده. هغه له خلکو غوښتنه کړي ده چې د وسایطو په برخه کې بې احتیاطي و نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ټرافیکي پېښو ګراف لوړ شوی دی.
