اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د ملي امیت ریاست چارواکي وایي، په دې ولایت کې د طالب ځواکونو له نوم څخه ګټه اخیستونکي وسله وال غله او موټر تښتوونکي یې نیولي دي.
د دغه ولایت د ملي امنیت رییس ډاکتر بشیر نن (دوشنبه، ۱۶ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا ډله چې ۸ تنه دي، د ننګرهار ملي امنیت ځواکونو يې پنځه کسان د دې ولایت په بېلایبلو سیمو کې د طالبانو له نامه په استفادې د کورونو لوټلو او درې نور یې د موټر تښتونې او غلا شویو هغو د خرڅون په تور نیولي دي.
نوموړی وایي، یاد کسان په ګڼو قضیو کې لاس لري او امنیتي ځواکونو ترې یو شمېر وسلې او نقلیه وسایط هم تر لاسه کړي دي.
ډاکتر بشیر زیاته کړه: «د ننګرهار د ملي امنیت ځواکونو په دغه ولایت کې ۸ کسان چې د طالبانو له نوم څخه به یې ناوړه ګټه اخیسته دعامو خلکو کورونه به یې تالاشي کول او بیا به یې ترې غلا کوله او همدارنګه درې تنه نور د موټرو د غلا په تور نیول شوي او نیول شویو کسانو هم په خپلو جرمونو اعتراف کړی.»
نوموړی زیاتوي، دوی د امنیتي حالت د لا ښه والي په لټه کې دي او هغه نور کسان به هم ونیول شي، چې په جرایمو کې ښکېل دي.
د ننګرهار د ملي امنیت رئیس له هغه کسانو هم وغوښتل چې لا هم ورسره حکومتي وسلې، وسایط او یا نورې وسایل موجود دی تر هغه وړاندې، چې امنیتی ځواکونه یې ترې تر لاسه کړي خپله دې اړونده ادارو ته وسپاري.
