اطلاعات روز: د طالبانو پېژندل شوې څېرې عبدالحمید حماسي په پکتيا کې د کب لسمي په نوم جوړې شوې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې د ولس له همکارۍ پرته د نظام دوام ستونزمن کار دی. هغه په هيواد کې له ميشتو قومونو له طالبانو حکومت سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
حماسي وويل، په تېر کې هم د ځينو تېروتنو له امله په خپلو پښو ولاړ نظامونه چپه شوي او دوام يې نه دی کړی.
د نوموړي په وينا د طالبانو نظامي کسان دې له ولسي خلکو سره ښه چلند ته دوام ورکړي او د هغوی له ځورولو دې ډډه وکړي.
هغه وويل: «دا نظام که دوام کوي د ولس په همکارۍ به وي او که خدای مه کړه ولس خپه وي، بيا نو د تېرو نظامونو په څېر د ګړنګ پر خوا ځي، نو زما لومړی له ولس دا غوښتنه دی، چې له نوي حکومت سره همکاري وکړي او په خپلو مجاهدينو دا غږ کوم، چې ولس خپه نه کړئ.»
د حماسي په وينا له دويمې نړيوالې جګړې وروسته دريمه جګړه افغانانو ګټلې او په دې برخه کې يې د امريکا په ګډون د ناټو غړيو هيوادونو ته ماتې ورکړې ده.
نوموړي وويل: «مونږ او تاسو چې نن کومه ورځ نمانځو دا د دريمي نړيوالې جګړې د ګټلو ورځ ده، مونږ په قربانيو زبرځواک هيوادونو ته ماتې ورکړې، که بله جګړه پيليږي، هغه به څلورمه نړيواله جګړه وي.»
د کب لسمه چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د تړون ورځ بلل کيږي، د پکتيا سربېره د هيواد په ځينو نورو ولايتونو کې هم نمانځل شوې ده، په همدې ورځ امريکا له طالبانو سره د وتلو تړون لاسليک کړ.
