اطلاعات روز: د نړیوال بانک اجرایي مدیرانو شورا د افغانستان له خلکو ملاتړ لپاره یو مېلیارد ډالري مرسته تصویب کړه.
د نړیوال بانک اعلامیې له مخې، دا اندازه پیسې د افغانستان بیارغونې صندوق «ARTF» د بلاعوضه مرستو چوکاټ کې د ملګرو ملتونو سازمان اژانسونو او د نړیوالو نادولتي سازمانونو له لارې به ولګول شي.
نړیوال بانک ویلي، دا پرېکړه د ۲۰۲۱ کال ډېسمبر په ۱۵مه د ARTF له بودجې د ۲۸۰ مېلیون ډالرو لېږد پسې نیول شوې ده.
د نړیوال بانک اعلامیه کې راغلي چې د دې چلند موخه راتلونکې کې د اساسي خدمتونو له وړاندې کولو، له زیانمنو افغانانو خوندیتابه، د انساني پانګې خوندیتوب سره مرسته او د اقتصادي او ټولنیزو کلیدي چوپړونو او د بشرپاله مرستو اړتیا ملاتړ دی.
نړیوال بانک زیاته کړې، چې د لومړي ګام په توګه، د افغانستان بیارغونې صندوق مرسته کوونکي د څلورو پروژو په اړه تقریبآ ۶۰۰ مېلیون ډالره ښوونې، روغتیا، زراعت او د ټولنې معیشیت برخو کې له بېړنیو مرستو د ملاتړ لپاره پرېکړه وکړي.
دغه بانک ویلي، چې راتلونکو اونیو کې له ARTF مرسته کوونکو او سهم لرونکو سره له نږدې همکاري وکړي څو دې پروژو ته د بودجه طرحه او تخصیصول وروستي کړي.
د طالبانو راتګ چې د بهرنیو مرستو او د مالي محدودیتونو لامل شو، د افغانستان اقتصاد چې بهرنیو ملاتړو سره تړلی و، بشپړې پاشلتیا سره مخ کړی دی.
ویل کېږي چې اوسمهال له ۹۰ سلنه زیات افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او دغه راز د هېواد نیمایي نفوس له لوږې سره مخ دی.
د مرسته کوونکو ټولنو په وینا، افغانستان کې د تېر میلادي کال په پرتله بشرپاله مرستو ته د خلکو اړتیا ۳۰ سلنه زیاته شوې ده.
