اطلاعات روز: واک ته د طالبانو رسېدو وروسته د اقتصادي او نورو ستونزو له امله د بېلابېلو رسنیو بندیدو لړ کې دا ځل لغمان ولایت کې د خیبر نوښت په نوم یوې خصوصي راډیو خپلې خپرونې بندې کړې دي.
د یادې راډیو مسوول کیهار احمدزي نن (چهارشنبه، ۱۱ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د مالي او اقتصادي ستونزو له امله نور نشي کولی، چې د دغې راډیو رسنیز فعالیتونه پرمخ یوسي.
نوموړی وایي، یادې خصوصي راډیو له شاوخوا لسو کلونو را پدیخوا د لغمان ولایت له مهترلام ښار څخه نشرات کول، چې اوس مهال د مالي او اقتصادي ستونزو له امله بنده شوه او نور به رسنیز فعالیت ونه لري.
احمدزی زیاتوي: «لغمان کې د خیبر نوښت رادیو چې له تیرو لسو کلونو راهیسې په دغه ولایت کې رسنیز فعالیت درلود، خو نن مو خپل رسنیز فعالیت د اقتصادي ستونزو له امله درولی دی، ځکه پیسې نشته او نشو کولای چې نور رسنیز فعالیت ولرو.»
یاده دې وي چې له بدلونونو وروسته په لغمان کې دا دویمه راډیو ده، چې د اقتصادي ستونزو او مالي امکاناتو د نشتون له امله بندېږي.
