اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، د کونړ سیند کې یې یو جسد چې د دوی په وینا له وژلو وروسته سیند ته اچول شوی، موندلی دی.
ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالصبور مبارز پرون (سهشنبه، ۱۰ د کب) اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې دغه جسد یې تیره شپه امنیتي ځواکونو د کامې ولسوالۍ په «ترایي» سیمه کې موندلی او له اوبو راویستلی دی.
نوموړی وایي، وژل شوی کس رامش نومیږي چې په اصل د کابل ولایت اوسیدونکی دی.
د هغه په خبره د وژل شوي کس مړی یې د نوموړي کورنۍ ته سپارلی خو د یادې پېښې په تور څوک نه دي نیول شوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا ننګرهار کې هدفي وژنې زیاتې شوي او خلک یې اندیښمن کړي دي.
