اطلاعات روز: د افغانستان بانک وایي، د یوې رڼې پروسې له لارې شاوخوا ۱۴ مېلیون امریکایي ډالر پلوري.
د افغانستان مرکزي بانک نن پر خپل ټوېټر لیکلي، چې دغه ډالر سبا چهارشنبه (د کب په ۱۱مه) د داوطلبۍ په اوږدو کې لېلاموي.
یاد بانک لیکلي: «د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې د شرایطو لرونکي وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. د لیلام ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.»
مرکزي بانک دغه راز لیکلي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي. د لیلام ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.
