ارزګان کې په لومړي ځل د ۴ جي خدمتونه فعال شول

اطلاعات روز: ارزګان چې له تېرو څو کلونو راهیسې يې خلک د انټرنيټي خدمتونو څخه بې برخې ول، تازه په کې د يوې خصوصي مخابراتي شبکې له خوا د ۴ جي خدمتونه فعال شوي دي.

د ارزګان د طالبانو ولايت مقام وياند قاري محمود مدثر وايي، تر ډېرو کوښښونو وروسته دوی توانيدلي چې مخابراتي شبکې اړ کړي چې په ترينکوټ کې د ۴ جي خدمتونه فعاله کړي.

هغه وايي د مخابراتي شبکو سره په خبرو بوخت دي، ترڅو د مخابراتي شبکو دغه خدمتونه تر ولسواليو هم وغځوي.

هغه وايي په دغه ولايت کې خلک د انترنيټ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ ول او په شخصي نيټکيفي کې به يې له انترنيټ څخه استفاده کوله.

په ارزګان کې د افغان بیسيم مخابراتي شبکې مسوول هم وايي چې دوی په ترينکوټ کې د انترنيټ خدمتونه فعال کړي دي.

د دغې شبکې يو تن مسوول فضل قوي الياس وايي، د دوی خدمتونه د لینک له لارې دي او په ښه ډول کار کوي.

هغه وايي د اوس لپاره ولسواليو ته يادو خدمتونو د غځولو پلان نه لري.

په ورته مهال د ارزګان خلک بیا د انټرنيټي خدمتونو د فعاله کيدو څخه زيات خوشحاله دي اوغوښتنه کوي چې د نوی فعاله شوي انترنيټي خدمتونو کیفیت او سرعت دې ښه شي.

خلک وايي، له تيرو څو کلونو راهیسي يې د انترنيټ په نه شتون کې د زياتو ستونزو سره مخ وو او په خبره يې چې په لوړ قيمت به يې په نيټ کيفي کې انترنيټ کارولي.

ارزګان چې د هېواد په جنوب کې پروت ولايت دی، خلک يې له ډيرو اسانتياوو څخه بې برخې دي.

په دغه ولايت کې د ښوونې روزنې، روغتيايي او زياتو نورو برخو کې خلک د ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه