اطلاعات روز: د طالبانو چارواکو سږ کال په کندهار او هلمند ولایتونو کې ۳۲ زره نيالګيو د ايښودولو خبر ورکړی دی.
کندهار کې طالب چارواکي وايي، تيره ورځ (یکشنبه، د کب په ۸مه) يې په دغه ولايت کې د ۲۲ زره نيالګيو د ايښودلو کمپاین پیل کړی دی.
د کندهار لپاره د طالبانو ښاروال نعمت الله حسن د دغو نيالګيو د ايښودولو پر مهال وويل چې پلان لري ترڅو د کندهار ښارپه ټولو ناحيو، عمومي جادو او پارکونو کې ۲۲ زره نيالګي کيږدي.
هغه وايي، سوداګرو او د کندهار ښار اوسيدونکو ورسره ژمنه کړې ده چې ۴زره نور نيالګي به هغوی په خپل شخصي لګښت سږ کال په ښار کې کيږدي.
دی وايي: «موږ به د کندهار ښار په ټولو ناحيو، عمومي جادو او پارکونو کې سږ کال ۲۲ زره نيالګي کيښودو ترڅنګ به يې ۴ زره نور د ښار اوسيدونکي او سوداګر کښيږدي. زموږ هدف د ښار سمسورتيا ده.»
د نيالګيو ايښودلو په دغه پروسه کې کندهار لپاره د طالبانو والي محمد يوسف وفا هم خبرې وکړې او په خبره يې چې د نوي کال په راتګ سره هر افغان مسوليت لري چې د نيالګيو ايښودولو پروسه ترسره کړي.
وفا وايي د ښار په سمسورتيا او نيالګيو په ايښودولو کې ټول خلک ملي دنده لري.
هغه پر ديني عالمانو غږ وکړ چې د حکومت سره د ښار په سمسورتيا او نيالګيو ايښودلو کې مرسته وکړي.
بلخوا بیا هلمند کې هم د ۱۰ زره نيالګيو ايښودولو پروسه پيل شوه.
د هلمند ولايت د ښاروالۍ د اطلاعات مشر محمدطاهر ابشار وايي، سږ کال د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه کې د ۱۰۰۰۰ نيالګيو د ايښودلو پلان لري او دغه پروسه يې پیل کړې دي.
هغه وايي، ياد نيالګي به د ښار په بیلابیلو برخو کې کښيږدي.
ابشار وايي، نيالګي د ښار د هوا د ککړتيا مخه نيسي او هر ښاري دنده لري چې يو نيالګی د ځان او يو هم د هېواد په نوم کيښيږدي.
هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې د نيالګيو ساتنې او روزنې ته ځانګړي پاملرنه وکړي.
په ورته مهال د لښکرګاه ښاروالۍ د ناحيو مسول عبدالهادي اغا وايي، د نویو ايښودل شوو نيالګيو لپاره يې د اوبو يو ځانګړی سيستم جوړ کړی دی ترڅو ايښودل شوو نيالګيو ته پر وخت اوبه ورسول شي.
بلخوا بیا په کندهار او هلمند ولايتونو عام خلک پر دولت نيوکه کوي چې هرکال د ښار په ناحيو کې په زرګونه نيالګي ايښودل کيږي خو د نه پاملرنې له امله راتلونکي کال ته له منځه ځي.
د کندهار يوه اوسيدونکي کريم الله د مسولينو څخه غوښتنه وکړل چې د نيالګيو روزنې او پالنې ته خاص پاملرنه وکړي ترڅو په راتلونکو کلونو کې بیاځلي د نيالګيو ايښودلو ته اړتيا پیدانه شي.
د هلمند يوه اوسيدونکی نعمت الله وايي په تيرو کلونو کې هم د حکومت لخوا ورته د نيالګيو ايښودلو پروسي ترسره شوي دي خو په خبره يې چې ياد نيالګي نه د پاملرنې له امله له منځه تللي دي.
هغه د نيالګيو په پالنه کې د حکومت او عامو خلکو مسوليت مهم ګنې او غوښتنه کوي چې باید دنوی ايښودل شوو نيالګيو روزنې او پالنې ته جدي پاملرنه وکړي.
پر افغانستان د طالبانو د راتګ وروسته دا لومړی کال دی چې طالبانو په ولايتونو کې د نيالګيو ايښودولو کې د نيالګيو ايښودولو کمپينونه ترسره کوي.
