زابل کې طالبانو د کار بدل کې د غنمو ورکولو پروسه پیل کړې

اطلاعات روز: د زابل په مرکز قلات کې طالبانو لسګونه کسانو ته د کار په بدل کې د غنمو ورکولو لړۍ پیل کړې ده.

د قلات ښاروالۍ چارواکي وايي، په دغه پروسه کې به لسګونه هغه کسانو ته د کار زمينه برابره کړي چې غريب وي او دا مهال اوزګاره دي. 

د قلات ښاروال مولوي لطف الله لطيفي د دغه پروسې د پیل پر وخت د اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې ۱۶۰ کسانو ته به په ۲۱ کاري ورځو کې هره ورځ ۱۰ کيلو غنم ورکړي.

هغه وايي، زابل ولايت ته ۳۰۰ ټنه مرسته شوي غنم راغلي و چې له ډلې يې په لومړي پړاو کې ۳۵ ټنه غنم خلکو ته د کار په بدل کې ځانګړي کړي دي.

دی وايي، دغه کسان به د ښار په ټولو هغه برخو کې ورځ مزدوري وکړي چې اړتيا وي.

لطيفي په دې اړه وايي: «دغه پروسه د مرکز څخه ۳۰۰ ټنه غنم راغلي وو، چې له جملې څخه یې د ښاروالۍ رياست لپاره ۳۵ ټنه جلا شول. په دې پروسه کې به ۱۶۰ کسان ۲۱ ورځې کار کوي او هر کس ته به د ورځې ۱۰ کيلو غنم ورکول کيږي. دغه کسان چې د ښار په هر ځای د کار ضرورت وي دوی به يې کوي.»

هغه کسان چې ورته د کار په بدل کې غنم ورکول کيږي زيات خوشحاله دي او غوښتنه کوي چې د نړيوالو مرستندويه ارګانونو لخوا دې هم دغه ډول پروسه پر لاره واچول شي.

په دغه پروسه کې دوه تنه ګډون کوونکي حبیب الله او عبیدالله وايي، د کار په پرتله مرسته ترلاسه کول خلک په بیکارۍ اخته کوي.

دوی له نورو مرسته کوونکو ارګانونو څخه غواړي چې اړمنو خلکو ته دې د  وړيا مرستې ورکولو پر ځای د کار په بدل کې مرستې ورکړي ترڅو د فساد مخه ونيول شي.

حبیب الله وايي: «داخو ډير ښه کار وشو ځکه په دې پروسه کې اوس فساد هم نه کيږي هغه مرستې چې مفتې خلکو ته ورکول کيږي په هغه کې واسطه وي که موږ ته د کار زمينه برابره شي موږ به چاته د مرستې په تمه لاس اوږد نه کړو.»

له کله چې طالبان پر افغانستان واک ته رسيدلې دي، د زابل ترڅنګ په نورو ولايتونو کې هم خلکو ته د کار په بدل کې د غنمو ورکولو دغه ډول پروسې پیل کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه