ارزګان کې یوه ماشومه د درمل‌پلورونکي له خوا په بې‌احتیاطۍ پېچکاري‌کولو له امله وژل شوې

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د یوه درمل‌پلورونکي له خوا په بې‌احتیاطۍ د پېچکاري لګولو له امله یوې ماشومې خپل ژوند بایللی دی.

د طالبانو امنیه قومندانۍ وياند اغاولي قريشي نن (دوشنبه، د کب ۹مه) اطلاعات روز ته وويل چې طالبانو د دغه درمل پلورنکي نيولو هڅې کوي.

د امنيه قومندانۍ وياند وايي، د ډاکټرانو لخوا ورته ويل شوي چې يادې ماشومې د هغې پیچکارۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی دی چې د درمل پلورونکي له خوا ورلګول شوې ده.

هغه وویل: «په خواشيني سره موږ خبر ترلاسه کړی چې يوه درمل پلورونکي يوې ماشومې ته پیچکارۍ لګولې ده، وروسته ماشومې ژوند د لاسه ورکړی دی. امنيتي ځواکونه د درمل پلورونکي د نيولو په لټه کې دي، موږ د ټولو درمل پلورنکو څخه غوښتنه کوو چې پر خپل سر دې ناروغانو ته درمل نه ورکوي.»

په ورته مهال هغه کورنۍ چې ماشومه يې د درمل پلورونکي د پیچکارۍ له امله وژل شوې ده، وايي تيره شپه د درمل پلورونکي لخوا ورته يوه پیچکارۍ ولګول شوه چې وروسته یې ماشومې ژوند د لاسه ورکړ.

د دغې ماشومې مور نازک له مسوولينو څخه غوښتنه کوي چې د پيښې پلټنه وکړي او مجرم کس د قانون منګولو ته وسپاري.

هغه وايي: «کله چې دواخانې ته ورغلو ماشومې ته يې پیچکارۍ و ولګوله، بس ځای پر ځای مړه شوه. حکومت باید زموږ غم وخوري او دغه ډاکټر دې ونيسي.»

تر دې مخکې هم په ارزګان کې دغه ډول پيښې رامنځته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د ارزګان خلکو له حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې په ښار کې دې د بې اسنادو ډاکټرانو مخه ونيسي.

ارزګان کې د بې اسناده ډاکټرانو پر فعاليت خلک انديښمن دي او زياتوي چې  په ښار کې د هغو ډاکټرانو شمير مخ پر زياتيدو دی چې اسناد نه لري او پر خپل سر د ناروغيو تشخیص کوي.

د ترينکوټ ښار اوسيدونکی اخترمحمد وايي له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي ورسره په ارزګان کې درمل پلورونکو او نور هغه کسان چې اسناد نه لري د ناروغان درملنه يې پیل کړې ده.

هغه پر طالبانو غږ وکړي چې د دغه ډول خودسره ډاکټرانو مخه دې په کلکه ونيسي.

دی وايي :«موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د دغه ډول خودسره او بې اسناده ډاکترانو مخه په کلکه ونيسي، که هره ورځ به دغه ډول پيښې رامنځته کيږي.»

په ورته مهال د ارزګان ولايت روغتيايي چارواکي وايي، هغه کسان چې پر خپل سره په ښار کې درمل پلوري، عدلي او قضايي ارګانونو ته به يې وسپاري.

د ارزګان ولايت د عامي روغتيا رياست رییس محمدالله روحاني وايي، په ترينکوټ او ولسواليو کې یې کمپاین پیل کړی دی ترڅو د هغو کسانو مخه ونيسي چې پر خپله د ناروغانو تشخیص کوي.

هغه وايي: «موږ په ترينکوټ او ولسواليو کې مخکې هم کمپاینونه ترسره کړي ترڅو د هغو کسانو مخه ونيسو چې پر خپل سر د خلکو د ناروغيو تشخیص کوي. هر هغه کس چې خودسره درمل پلوري عدلي او قضايي ارګانونو ته به وپيژندل شي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه