څمکني ولسوالي؛ د نشه‌یي توکو د پېر او پلور بازار چې د طالبانو راتګ سره لا غوړېدلی

خبریال: حبیب الله سراب

څمکني د پکتیا ولایت له ګڼ نفوسه ولسوالیو ګڼ کیږي. اوسېدونکي یې تر ډېره په کرنې بوخت دي، خو تر څنګ یې ځینې خلک د نشه يي توکو په کاروبار هم مصروف دي. په دغه ولسوالۍ کې د تېر نظام پر مهال هم ځینو اوسېدونکو د نشه یي توکو پېر او پلور د ژوند کارو بار ګرځولی و، خو د نظام له سقوط وروسته د ځايي خلکو په وینا چې اوس یې د خرڅولو او اخیستلو کچه نوره هم لوړه شوې ده، خو د طالبانو سیمه ییز مسوولین یې بیا مخنیوي لپاره د زیاتو هڅو خبره کوي.

د شهرنو اوسېدونکی میلاد څمکني اطلاعات روز ته وویل، چې په سیمه کې یې ځینې داسې کسان شته، چې د نشه يي توکو د خرڅلاو له لارې پیسې تر لاسه کوي، د نوموړي په وینا که طالبان یې مخه و نه نیسي، دا ولسوالۍ به د نشه يي مواد د پیر او پلور په مرکز بدله شي.

هغه وویل: «دلته پخوا هم نشه يي توکي لکه چرس، شیشه او نور په پټه توګه ځینو کسانو خرڅول او هتا په دې کې یې د تېر نظام امنیتي مسوولین هم شریک کړي و، خو اوس چې مونږ کوم مالومات لرو، نو د طالبانو د چوپتیا له امله یاد کارو بار هم ډېر شوی او خلک له دې لارې پیسې تر لاسه کوي.»

د دغې ولسوالۍ یو بل ځوان داود نوري بیا د نشه يي موادو د زیاتېدو لامل بې روزګاري یادوي، هغه اطلاعات روز ته وویل، چې د سیمې يې ګڼ ځوانان پخوا په امنیتي لیکو کې دندې ترسره کولې، چې له همدې لارې به یې ګوزاره کوله، خو د نوموړي په وینا چې اوس هماغه ځوانان بې روزګاره شوي او د نشه يي توکو پیر او پلور ته یې مخه کړې ده.

نوموړي په دې اړه وویل: «زه به د خپل کلي د ځوانانو په اړه درته ووایم، چې پخوا هغوی ټول په اردو، پولیسو او امنیت کې دندې درلودې او ښه معاشونه به یې تر لاسه کول، خو کله چې نظام سقوط شو، هماغه ټول ځوانان بې روزګاره دي او اوس مجبور شوي، چې له دې لارې خپل اقتصادي مشکلات حل کړي، نو زما په فکر په څمکنیو کې د نشه يي توکو د زیاتېدو لامل به هم دغه وي.»

د شهرنو اوسېدونکی میلاد څمکني اطلاعات روز ته وویل، چې په سیمه کې یې ځینې داسې کسان شته، چې د نشه يي توکو د خرڅلاو له لارې پیسې تر لاسه کوي.

د نشه يي توکو په کارو بار بوخت ځینې ځوانان بیا دې کار ته د لاس اچولو لامل د کاري فرصتونو نه موجودیت په ګوته کوي. د څمکنیو ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې د امنیتي مشکلاتو له امله یې په مستعار ډول نوم جمال لدین معرفي کاوه، اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې پخوا یې دولتي دنده درلوده، خو د هغه په وینا له تېرو شپږو میاشتو راهیسې بې دندې شوی، نو مجبور دی، د خپلې کورنۍ د روزنې لپاره له همدې لارې پیسې تر لاسه کړي.

جمال الدین وايي: «ما چې دا کار په پټه شروع کړی، له مجبوریته و، ځکه پخوا مې له دولت معاش اخیسته او اوس بې کاره یم، په تېر شپږو میاشتو کې کې ما ډېره هڅه وکړه، چې یو ښه کارو بار جوړ کړم، خو متاسفانه چې پر و نه توانېدم، اوس مې له ځینو ملګرو سره د نشه يي توکو کارو بار ته ملا تړلې او له دې لارې کورنۍ ته نفقه پیدا کوم.»

د پکتیا ولایت اوسېدونکی خالد ځدراڼ بیا د طالبانو له مسوولینو غوښتنه کوي، چې د نشه يي توکو په وړاندې جدي مبارزه وکړي، د هغه په وینا که د دې کار پر وخت مخه و نه نیول شي، ټولنې ته بدې پایلې لرلی شي.

هغه وايي: «نشه يي توکي کارول او یا یې هم کاروبار کول، دا په اسلام کې هم ناروا دي او په ټولنه کې هم د خلکو په ګټه نه دي، یو دوه تنه به ترې پیسې پیدا کوي، خو د ټولنې د اوسېدونکو ټول ژوند ته ګواښ پېښوي، نو زمونږ هیله دا ده، چې د مخینوي لپاره یې طالبان پوره هڅه وکړي.»

د پکتیا ولایت اوسېدونکی خالد ځدراڼ بیا د طالبانو له مسوولینو غوښتنه کوي، چې د نشه يي توکو په وړاندې جدي مبارزه وکړي، د هغه په وینا که د دې کار پر وخت مخه و نه نیول شي، ټولنې ته بدې پایلې لرلی شي.

په څمکنیو ولسوالۍ کې د طالبانو مسوولین بیا د نشه يي توکو د پیر او پلور زیاتېدل په کلکه ردوي او وايي، د دې کارو بار د مخنیوي لپاره یې کوټلي ګامونه اخیستي دي.

د څمکنیو طالب ولسوال مولوی عزت الله مخلص وايي، د خلکو په همکارۍ یې د نشه يي مواد د پلور او پیر مخنیوی کړی او هم په دې توکو د روږدو کسانو د را ټولو او درملنې هڅې کړې دي.

ولسوال وویل: «دلته له مونږ سره خلک ډېر همکار دي، هغه کسان چې په دې ناوړه عمل روږدي شوي، نو هماغه مو راټول کړي او د درملنې لپاره هم هم هڅه کړې ده، د دې ترڅنک په ټول څمکنیو ولسوالۍ کې د نشه يي مواد د خرڅولو او اخیستلو د کارو بار مخنیوي لپاره مو هم کوټلي ګامونه اخیستي دي.»

د څمکنیو طالب ولسوال مولوی عزت الله مخلص وايي، د خلکو په همکارۍ یې د نشه يي مواد د پلور او پیر مخنیوی کړی او هم په دې توکو د روږدو کسانو د را ټولو او درملنې هڅې کړې دي.

ځاځي اریوب، احمدخېل، میرزکه، سیدکرم او احمد ابا د پکتیا هغه ولسوالۍ دي، چې ځینې خلک یې د چرسو په کرلو بوخت دي او له دې لارې خپل اقتصادي مشکلات حل کوي، که څه هم د بندېدو لپاره یې د طالبانو حکومت هڅې کړې، خو په ټوله مانا یې په مخنیوي نه دي بریالي شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه