اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو اطلاعات او فرهنګ ریاست څخه اطلاعات روز ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ «فرهاد» سیمه کې یو ۳ کلن ماشوم د اوبو کوهي «برمې» ته لویدلی دی.
خبرپاڼې کې که څه هم راغلي چې له کوهي د اوبو د را ایستلو وسایل راوړل شوي او د ماشوم ژغورل کېدو هیلې شته، خو وروسته بیا یاد ریاست وویلې چې ماشوم اوبو ته رسېدلی او د ژوندي پاتې کېدو امکان یې «ډېر» کم دی.
یاد ریاست لیکلي: «د برمې څخه پیپونه او سیبر راوکښل سول خو متأسفانه چې ماشوم د برمې اوبو ته رسیدلی دی، د ژوند امکان یې ډېر کم دی.»
څو ورځې مخکې زابل کې هم یو کوهي ته ماشوم و لویدلی و، چې څو ورځې په دې کوهي کې بند پاتې و او د ژغورنې زیاتو هڅو سره سره هم پر وخت را و نه وېستل شو او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د کوهي کې د زابلي ماشوم له مړینې وروسته د طالبانو کورنیو چارو وزارت امر وکړ چې هېواد کې د ټولو شته څاګانو سرونه باید وپوښل شي.
