خبریال: حبیب الله سراب
د پکتیا زرمت ولسوالۍ ابدکي سیمه چې د ولسوالۍ له مقامه لسګونه کېلومتره لرې د غرونو په منځ کې پرته ده، ګڼې کورنۍ په کې اوسېږي. دوی په تېرو دوو لسیزو کې د زندانیانو په ډول ژوند کاوه، ځکه سیمې ته یې د موټرو هیڅ لاره نه وه او ناروغان به یې هم د څارویو په مټ تر روغتونه انتقالول، خو اوس هم ورتګ خورا ستونزمن دی او هر شېبه یې د ورتلونکو موټرو د نسکورېدو وېره شته.
د یادې سیمې اوسېدونکي وايي، اوس هم روغتیايي، پوهنې او مخابراتي خدمتونو بې برخې دي او هیچا یې په تېر کې هم ستونزو ته پام و نه کړ.
د دغې سیمې یو تن اوسېدونکي خاورې بسم الله اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې په کلي کې یې د لارې بندېدو له امله ډیری ښځې په ولادت مړې شوې دي، چې د نوموړي په وینا چا یې روغتون ته د انتقالولو توان نه درلوده.
هغه وویل: «اول زه خپل ځان درته ښایم، زما مېرمن په اولاد مړه شوه، مونږ په کلي کې موټر نه درلود او نه هم روغتون ته لاره، که به واورې کمې وې، بیا به مو ناروغ په خرو له همدې لوړو غرو وړلو، نو دلته په تېرو شلو کلونو کې د بندیانو په ډول ساتل کېدو، هیڅوک او نه موسسه زمونږ پوښتنې ته راغلې ده.»

محمد غوث هم په خپله سیمه کې د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو د نشتون له امله نیوکه کوي، هغه وايي، لسګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخه دي او هم په سیمه کې ورته حکومت هیڅ خدمات نه دي برابر کړي.
نوموړي وویل: «دلته تر سلو ډېر ماشومان او ځوانان دي، خو یو یې هم ښوونځی نه وايي، ځکه دلته ښوونځی نشته، ناروغان مو په ورځو، ورځو پراته وي، ځکه مونږ په سیمه کې کلینک نه لرو او نه هم چا دې خوا پام راکړی، زمونږ غوښتنه دا دی، چې د ابدکي په سیمه کې باید کلینک، ښوونځي او د لارې مشکل مو حل شي.»
د ابدکي سیمې د اوسېدونکو په وینا چې د مخابراتي ستونزو له امله له کلي لرې یو لوړ غره ته له ختو وروسته د ټلیفوني اړیکو په نیول بریالي کیږي.

دوی د مخابراتي اسانتیاوو ترڅنګ، د روغتیا، پوهنې، رغونې او کرنې برخو کې د طالبانو له نوي حکومت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي.
په دې اړه یو تن ځوان سیف الرحمان اطلاعات روز ته وویل: «د دې سیمې چې څومره کورنۍ دي، دوی له خپلو خپلوانو سره د اړیکو نیولو لپاره یو غره ته چې یو ساعت مزل دی، خیږي او له هماغه ځایه اړیکه نیسي، نو هیڅ مخابراتي خدمتونه وجود نه لري، که دلته یوه شبکه هم فعاله شي، د ټولو خلکو ستونزې به ورسره هوارې شي.»
قومي مشر صحبت خان د طالبانو له نوي نظام د ابدکي سیمې د خلکو ستونزو ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي، هغه وايي، د دې سیمې اوسېدونکي سړک، کلینک، ښوونځی او مخابراتي خدمتونه مهمې اړتیاوې بولي.
هغه وویل: «زمونږ د سیمې د خلکو غوښتنې دا دي، چې دوی ته باید لومړۍ د سړک غم وخوړل شي، ځکه مونږ اوس هم دلته کلابند ژوند کوو، بل کلینک ډېر مهم دی، هغه باید جوړ شي او د دې ترڅنګ د زده کوونکو لپاره ښوونځی، چې ټول ماشومان مو بېسوداه لوی شول.»

په همدې حال کې بیا پکتیا کې د طالبانو والي محمد علي جان احمد هم د ابدکي سیمې د اوسېدونکو ستونزې مني او د حل ډاډ یې ورکوي.
والي وايي، د هوا له ګرمېدو سره سم به په یاده سیمه کې د رغنیزو پروژو سربېره د ښوونځي ودانۍ او لارې جوړېدو چارې هم پیل شي.
نوموړي وویل: «مونږ د ابدکي د سیمې د اوسېدونکو ستونزې منو، ځکه دوی په تېرو شلو کلونو کې له هر ډول امتیاز بې برخې شوي و، چا ورته پام و نه کړ، نو د خدای په فضل چې د هوا له ګرمېدو سره سم به ځکه هلته اوس هم ډېرې زیاتې واورې دي، نو هم به یې د سړک غم خوړل کیږي، د ښوونځي او روغتیا برخې لپاره به هم ورته ځانګړې پاملرنه کیږي.»
زرمت په تېر کې د پکتیا له تر ټولو نا امنه او ګڼ نفوسه ولسوالۍ ګڼل کېده، هلته د سختو جګړو له امله پوهنیز، روغتیايي او مخابراتي خدمتونه په نشت حساب و.
