اطلاعات روز: په ننګرهار کې د بانک نوټونو د زړېدو او نه چلښت موضوع ګڼې ستونزې راولاړې کړي او هره ورځ په ښار کې د عامو خلکو او هټیوالو ترمنځ له همدې امله ناندرۍ پېښېږي.
د جلالاباد ښار اوسیدونکي فهیم اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دوی ته د هټیوالو او بانکونو له خوا زړې افغانۍ ورکول کېږي، خو کله یې چې بېرته بازار ته د توکو اخیستو لپاره راوړي، هټیوال یې ترې نه اخلي.
فهیم زیاتوي: «ډیر کله دا بانک نوټونه د دوکاندارانو له خوا ورکول کیږي، خو لږ وروسته پرې چې سودا اخلې بیا درسره لانجې کوي چې پېسې دې زړې دي، نو خلک له دې امله زیاتو ستونزو سره مخ دي.»
د جلال اباد ښار یو بل اوسیدونکی عزیزالله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د زړو بانک نوټونو له امله د ښار په ګڼو سیمو کې پرې شخړې شوې او دې چارې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
عزیزالله زیاته کړه: «په ټول ننګرهار او جلال اباد په بازار کې دا ډول زړې پیسې ډېرې شوي او هټیوال یې نه اخلي، عام خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د افغانستان بانک نه مو هیله ده، چې زړې پیسې له بازاره ټولې کړي، چې دا ستونزه باید ننګرهار او بیا ټول هیواد کې حل شي.»
ننګرهار میشتي وایي، چې دغه بانک نوټونه ډېر زاړه شوي، هټیوال یې نه ترې اخلي او یوه جدي ننګونه ده.
بلخوا، د جلال اباد ښار یو تن هټیوال عبدالقدوس هم مني، چې دوی زاړه بانک نوټونه نه اخلي او ښاریان ورسره د لانجو تر پولې رسېږي.
نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د زړو بانک نوټونو ستونزه ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو ده او د طالبانو حکومت ته په کار ده، چې حل لاره یې پیدا کړي.
عبدالقدوس زیاته: «بانک نوټونه ډېر زاړه او له کاره لوېدلي، موږ یې نه اخلو او ډېری مشتریان راسره د جنجال تر حده رسېږي او زیاته وخت له همدې امله دوکانداري هم نه کیږي او یا له مشتریانو سره د همدې زړو پېسو له امله په ناندریو.»
هټیوال او عام وګړي د افغانستان بانک پر مسولانو غوښتنه کوي، چې زاړه بانک نوټونه له ښاره ټول او نوې افغانۍ بازار ته وړاندې کړي.
بل لوري ته، ختیځ زون کې د افغانستان بانک مرستیال احمدزي توحیدیار اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تر ډېره یې له ښاره زاړه بانک نوټونه ټول کړي دي. نوموړی وایي، چې هره ورځ دوه زره بنډله زړې افغانۍ راټولولی شي او ښاریان دې نږدې خصوصي یا دولتي بانکونو ته د پیسو د بدلولو لپاره ورشي.
احمدزي توحیدیار زیاته کړه: «موږ په افغانستان بانک کې یوه غرفه د دې لپاره جوړه کړې، چې خلک زړې پیسې وروړي او نوې په بدل کې ورکړي،له ښاره مو تر ډېره زړې افغانۍ ټولې کړې، هڅه کوو چې دغه ستونزه په لویه کچه حل کړو له خلکو او دوکاندارانو هم غواړو چې زړې افغانۍ دې بانک ته راوړي، نو بیا به دا ستونزه تر ډیره حل شي.»
د افغانستان بانک مسولان همدارنګه راز وایې، خصوصي بانکونو ته یې هم ویلي، چې له خلکو زړې افغانۍ واخلي، تر څو په ښار کې دا ډول پیسې ختمې شي او دوی یې په بدل کې نوې ورکړي.
په دې لړ کې یوه نیوکه دا ده، چې ښاریان د پیسو ساتنې ته پام نه کوي او ډېر ژر زړېږي.
له همدې امله اوس په بازار کې سلګونه زره افغانۍ له چلښته لوېدلي دي.
