خوست کې د زرګونه نیالګیو کېنول؛ خلک یې په ښې پالنې ټینګار کوي

اطلاعات روز: د زرغون خوست کلنۍ مېله که څه هم سږ کال یې د ګډون والو شمېر کم و، خو له امنیتي وېرې پرته یې مراسم ترسره شول. 

ياده پسرلنۍ مېله چې هر کال د نیالګیو کینولو په موخه جوړیږي، سږ کال به هم د ښاروالۍ ریاست له لوري لس زره نیالګي د خوست ښار په بېلابېلو سیمو کې کېنول شي.

د دې ولایت يو تن اوسېدونکي نور شاه نوراني وويل، په تېر کې هم زرګونه نیالګي کېنول شوي، خو په سمه توګه یې پالنه نه دی شوې، دوی د ښاروالۍ له ریاست غوښتنه کوي، چې د نویو کرل شویو نیالګیو  په ښه ډول ساتنه وکړي.

هغه وويل: «دا ډېره ښه ده، چې د سيمې د سمسورتيا لپاره نيالګي کينول کيږي، خو دا ډول عامه کمپاينونه پخوا هم ترسره شوي، ولې د کرل شويو نيالګيو ته د نه پاملرنې له امله بيرته وچ شوي دي، نو زمونږ غوښتنه دا دی، چې کوم نيالګي کېنول کيږي، نو د هماغه بايد په ښه ډول روزنه هم وشي.»

د ښاروالۍ ریاست مسوولین بیا وايي، د نیویو کرل شویو نیالګیو د روزنې لپاره یې ځانګړی پلان جوړ کړی او د دوی په خبره، چې په منظم ډول به ورته د اوبو رسولو سیستم هم برابر کړي.

په دې اړه د طالبانو لپاره د خوست ښاروال بسم الله بلال وويل: «سږ کال مونږ ۱۰۰۰۰ بېلابېل نيالګي کېنوو، نو له وړاندې مو د دې لپاره د اوبو رسولو غم خوړلی دی، نو که د ښار په هر ځای کې نيالګي وکرل شي، پر وخت به اوبو ورکول کيږي او له خلکو مو هم دا غوښتنه دی، چې د نيالګيو په روزنه کې راسره همکاري وکړي.»

په همدې حال کې بیا د خوست ځینې بزګران وايي، سیمه یې پراخه حاصل خېزه ځمکې لري، خو د حکومت د نه پاملرنې له امله شاړې پرتې دي.

د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکي او بزګر نيازمير وايي، په تېر کې هم له دوی سره د تخمونو، ونو او نورو موادو ژمنې شوې، خو متاسفانه عملي شوې نه دي.

نيازمير وويل: «يوازې په دې سيمه نه سمسور کيږي، چې ښاروالۍ دې يو څو نيالګي کېنوي، نو که په دې برخه کې بايد بزګرانو ته ځانګړې پاملرنه وشي، پخوا په تېر نظام کې له مونږ سره ګڼې ژمنې وشې، خو هيچا عمل ته و نه رسولې.»

د زرغون خوست پسرلنۍ مېلې ته د خوست لپاره د طالبانو والي محمد نبي عمري هم راغلی و، هغه په خوستوالو غږ وکړ، چې د هیواد د سمسورتیا لپاره نیالګي کېنوي.

نوموړي همدا راز خلکو ډاډ ورکړ، چې له وېرې پرته خپل ژوند ته دوام ورکړي او له نوي حکومت سره دې د هیواد ابادولو لپاره همکاري وکړي.

والي وويل: «دلته دې ټول خلک په ارامه او ډاډه زړه خپل کارونه کوي، د هغوی د کار هيڅوک مخه نه شي نيولی، نه به په چا ظلم وشي، نو که چا ظلم کاوه، هغوی که ظلم کوي او له خپل موقف ناوړه استفاده کوي، بيا نو محکمې شته او د قانون په چوکاټ کې به ورسره عمل کيږي.»

د زرغون خوست تر نوم لاندې دا اووم ځل دی، چې د نیالګیو کېنولو مېله ترسره کیږي، په تېر کې هم له دې لارې زرګونه نیالګي کېنول شوي و، خو زیاتره یې د نه پاملرنې له امله له منځه تللي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه