اطلاعات روز: په پکتیا ولایت کې د سرې میاشتې له لوري د جرمني هیواد د سولې کلي په مالي ملاتړ له ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په سوېل ختیځ زون کې د سرې میاشتې مسوولین وايي، دا یې لومړی ځل دی چې پکتیا کې اقتصادي ستونزو سره مخ کورنیو ته خوراکي توکي ویشي.
په دې زون کې د سرې میاشتې مشر الیاس خېل ناصري وویل، چې دوی دغه مرسته د جرمني هیواد د المان هیواد د سولې کلي موسسې په مالي ملاتړ یې له ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو، چې په کې اوړه، غوړي، بوره، چای او نور مواد شامل دي، ووېشل.
د نوموړي په وینا چې د دې مرستو لپاره یې له دقیقې سرورې وروسته په پکتیا ولایت کې د تېر نظام د کورنیو ترڅنګ، ملکي، او طالبانو کورنۍ نېولې دي.
هغه وویل: «مونږ دلته په لومړي ځل په پکتیا ولایت کې د المان هیواد د سولې کلي خیریه موسسې په مالي ملاتړ له ۱۰۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه، د دې لپاره مو لومړی سروې وکړه، چې په بې طرفه ډول مو د تېر ملکیانو، طالبانو او د تېر نظام کونډې نیولې دي، په دغو مرستو شویو توکو کې بېلابېل لومړي مواد شامل دي.»
په همدې حال کې بیا د جرمني هیواد د سولې کلي د موسسې مسوول ینګ اطلاعات روز ته وویل، چې دوی پلان لري، تر څو د پکتیا سربېره د سویل ختیځ زون په ځینو نورو ولایتونو کې هم له جنګ ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي.
ینګ وايي: «مونږ افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په موخه راغلي یو، نو نن په پکتیا کې دغه مرسته د سرې میاشتې په همکارۍ چې هغوی یې سروې کړې وه، ووېشله او پلان دا هم لرو، چې د دې زون په پاتې ولایتونو کې هم په بې طرفه ډول له جګړو زیانمنو شویو خلکو سره همکاري وکړ.
مرسته اخیستونکې اړمنې کورنۍ هم دا ډول مرستې اړینې بولي، خو د دې د بدیل لپاره له نړیوالو همکاره موسساتو د کاري فرصتونو برابرېدو غوښتنه کوي.
