زابل کې د کرونا څپه؛ «د مثبتو پېښو زیاتېدو سره به بشري ناورین رامنځته شي»

اطلاعات روز: د زابل روغتيايي مسوولين د کرونا د پيښو زياتيدو انديښمن کړي دي او په خبره يې که دغه ولايت ته پاملرنه و نه شي د کرونا د پيښو زياتيدو له امله به يو بشري ناورين رامنځته شي.

د زابل ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا رياست رییس ډاکټر عبدالحکيم حکيمي نن (پنجشنبه، ۵ د کب) اطلاعات روز ته وويل، يوازې په تيرو شپږو ورځو کې د ۱۴۰ مشکوکو پيښو له جملي څخه ۷۰ مشکوکې مثبت شوې دي.

نوموړي د کرونا د روغتون تمويل او تجهیز په برخه کې هم د پاملرنې غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې تراوسه په زابل کې د کرونا د روغتون د تمويل لپاره هم کومه د ملاتړ اداره نه لري.

هغه وايي، که خلک روغتيايي لارښوونو ته پاملرنه و نه کړي او د نړيوالو له خوا د کرونا د تجهیزاتو مرسته د دغه ولايت سره و نه شي يو لوی بشري ناورين به رامنځته شي.

حکيمي وايي، په زابل کې د کرونا پيښو د تشخیص په برخه کې يوازې دوه ټیمه فعاليت لري چې د ټولو مشکوکو پيښو تشخیص کول د هغوی تر توان لوړ دی او دوی اندېښنه لري چې تر دې به زيات خلک په کرونا اخته وي.

ډاکټر عبدالحکيم حکيمي وويل: «يو ځل زموږ د روغتون فعاليت بند شو بیا د شخصي ارګانون له خوا سره لږ مرسته وشوه، بیا موږ روغتون بیرته فعال کړ. په زابل کې کرونا سخت بد حالت ته رسيدلې ده. ډير خلک ناروغان دي، يوازې په تيرو شپږ ورځو کې موږ د ۱۴۰مشکوکو پيښو څخه ۷۰ مثبتې پيښې ثبت کړي دي. کيدای شي دا شمير زيات وي ځکه موږ د سېمپل اخيستلو دوه ټیمه لرو چې زيات کم دي او په نورو برخو کې هم موږ زياتې اړتياوې لرو.»

د زابل اوسيدونکي هم په دغه ولايت کې د کرونا د مثبتو پيښو پر ډيرېدو انديښمن دي او په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کوي.

د زابل دوه اوسيدونکي عابدالله او ويس احمد اطلاعات روز سره په خبرو کې د نړيوالو سازمانونو او حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د عامه پوهاوي په برخه کې عامو خلکو ته پروګرامونه چمتو کړي.

دوی د عامو خلکو څخه غوښتنه کوي چې د کرونا د مخنيوي لپاره دې روغتيايي سپارښتې عملي کړي.

دوی وويل: «موږ د نړيوالو سازمانونو او حکومت څخه غوښتنه کوو چې په زابل کې دې د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي ترڅو خلک د کرونا د خطرونو څخه خبر شي او عام خلک باید روغتيايي سپارښتنې پر ځان عملي کړي دولت دي موږ ته امکانات برابر کړي ترڅوپه کرونا د اخته کسانو درملنه په ښه ډول وشي.»

زابل کې داسې مهال روغتيايي چارواکي او عام خلک د کرونا دپيښو زياتيدو انديښمن دي چې تر سياسي بدلون وروسته د کابل په ګډون په ډير ولايتونو کې د کرونا د درملني په روغتونو کې د امکاناتو د کميدو څخه خبر ورکول شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه