اطلاعات روز: د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سواد زدهکړې موسسو له خوا «د استوګنې کورونو کې د درسي کړیو رامنځتهکېدل» منع او بالغې نجونې یې «د جوماتونو دیني مدرسو» کې له تدریس منع کړي دي.
د طالبانو یاد وزارت دغه موضوع دې وروستیو کې په یو عنواني مکتوب کې د سواد زدکړو ځینو موسسو ته په کابل او ولایتونو کې رسولي دي. دې مکتوب کې دغه راز ټینګار شوی دی چې نجونې او هلکان نه شي کولی په ګډه درس ووایي.
د طالبانو د سرپرست حکومت دې وزارت د نارینه ښوونکو له خوا «بالغو او ډېر عمرلرونکو نجونو» ته تدریس او د ښځینه ښوونکو له خوا بالغو هلکانو ته تدریس ورکول منعه کړي دي.
له بلې خوا د طالبانو ارشاد، حج او اوقافو وزارت یو مکتوب کې ټینګار شوی چې نارینه پلاوي د نجونو او ښځینه پلاوي د هلکانو له مدرسو لیدنه نه شي کولی.
دغه راز دې وزارت یو بل مکتوب کې د سواد زده کړو او خیریه بنسټونو له موسسو غوښتي څو د طالبانو له مشورې پرته د مرستو له وېش ډډه وکړي.
په دې حال سره بیا د سواد زده کړو او خیریه موسسې وایي، چې د طالبانو ډلې دا ګام د هغوی فعالیت له ننګونو سره مخ کړی دی.
د دې موسسو یو مدیر اطلاعات روز ته وویل، چې طالبان له اتو کالو پورته نجونې بالغې بولي او د دې ډلې د کلتور پر بنسټ، بالغې نجونې له زده کړو بې برخې کوي.
دغه راز هغه زیاته کړه چې د سواد زده کړې دې موسسې د ملاتړ لاندې ډېری د سواد زده کړې ټولګي په استوګنیزو کورونو کې فعاله دي او د طالبانو حکمونه د دې لامل کېږي څو دغه ټولګي وتړل شي.
پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو سره، له شپږم پورته ټولګي څخه نجونې منع شوې. دغه راز دولتي پوهنتونونه د نجونو او هلکانو پر مخ پرانېستل نه شول او دولتي ادارو کې ښځینه کارکوونکې پر کور شوې.
د طالبانو دې کار پراخه غبرګونونه راوپارول.
دغه راز طالبانو د ښځو پر ټولنیزې ازادۍ هم محدودیتونه ولګول؛ له هغې ډلې دا چې باید حجاب مراعت کړي او دغه راز اوږدو سفرونو کې باید ځان سره «شرعي محرم» ولري.
