اطلاعات روز: په ارزګان کې طالبانو په عام محضر کې يو کس د زنا کولو تور له امله په دورو وهلی خو رسنيو ته يې د خبري پوښښ اجازه نه ده ورکړې.
د ترينکوټ ښار اوسيدونکي وايي، نن (سهشنبه، د کب په ۳مه) يوولس بجې د ښار څلورلارې کې د طالبانو له خوا يو کس په عام محضر کې په دورو ووهل شو.
د ترينکوټ ښار يوه اوسيدونکي ولي جان سمسور اطلاعات روز ته وويل چې د طالبانو له خوا يو کس په نظامي موټر کې راوستل شو او وروسته يې د خلکو په شتون کې په عام محضر کې یاده سزا ورکړه.
دی وايي د طالبانو له خوا په يوه لوډسپيکر کې ويل کيدل چې دغه کس قدرتالله نومېږي، د ارزګان ولايت د «خانقي» سیمې اوسيدونکی دی چې د يوې ښځې سره يې په چوره ولسوالۍ کې پر جنسي اړيکو نيولی او د خلکو د پوهاوي لپاره يې د ښار په منځ کې په دورو وهي.
هغه وايي: «زه دلته ناست ومه د طالبانو لخوا يو کس په نظامي موټر کې د ښار څلورلارې ته راوړل شو وروسته يې په لوډسپيکر کې غږ کړه چې دغه کس پر جنسي اړيکو نيول شوی دی او د خلکو د عبرت لپاره اوس په عام محضر کې سزا ورکول کيږي.»
په ورته وخت کې د ارزګان يوه بل اوسيدونکي حضرت په دې اړه اطلاعات روز ته د طالبانو له خوا دغه ډول عمل په کلکو ټکو وغندی او دا يې پر بشري حقوقو تيری وباله.
هغه وايي په عام محضر کې په داسې حال کې چې د مجرم کس څخه ويډیو اخيستل کيږي، دغه ډول سزا پر بشري حقوقو تيری دی او طالبان بايد دغه کار و نه کړي.
اطلاعات روز ته د عيني شاهدانو لخوا يوه ويډيو ليږل شوې ده چې په کې زرګونه کسان معلوميږي چې پر نظامي موټرو راغونډ شوي او طالبان له خلکو غوښتنه کوي چې په قطارونو کې ودريږي.
موږ هڅه وکړه چې په دې اړه په ارزګان کې د طالبانو د سيمه ييزو مسولينو سره هم وغږېږو خو هغوی خبرو کولو ته حاضر نه شول.
دا لومړی ځل دی چې پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسيدو وروسته يو کس په عام محضر کې په دورو وهل کيږي.
