اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو چارواکو د هغو ښځو پوښتنې لپاره روغتون ته ورغلي چې تېره ورځ د دوی له خوا په ډزو ټپیانې شوې وې.
د کندهار ولایت مقام د دفتر رییس محبالله د کندهار د امنیه قومندانۍ استازي عبدالنافع حقاني او د درېیمې حوزې د آمر حافظ مُبین په ملتیا د ژوبل شویو مېرمنو حال له نژدې واخیست.
د ولایت مقام په اعلامیه کي راغلي دي، چي یادو مسؤلینو د دې مېرمنو له کورنیو سره نغدي مرسته وکړه خو دا معلومه نه ده، چي څومره مرسته یې ورسره کړې ده.
د یادونې ده چي پرون (یکشنبه، د کب ۱) د وژل شوې مېرمنې خپلوانو د دې مېرمنې جسد د اعتراض په ډول د ولایت مقام مخته راوړی و، خو چارواکو خبریالانو ته د دې اعتراض د پوښښ اجازه ور نه کړه.
دا لا روښانه نه ده، چي چارواکو ولې خبریالانو ته د دې اعتراض د پوښښ اجازه ور نه کړه.
دوې ورځې وړاندې طالبانو کندهار کې په یوه رکشه کې پر ناستو ښځو ډزې وکړې چې پر مهال یې یوه ښځه ووژل شوه او یوه بله ټپي شوه.
