اطلاعات روز: د هلمند ولایت طالب چارواکي وایي، د دې ولایت ناوه ولسوالۍ کې د ګاډي اووښتو پېښه کې دوه تنه وژل شوي دي.
د هلمند ولایت د اطلاعات او فرهنک ریاست څخه اطلاعات روز ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ترافیکي پیښه د دې ولایت ناوې ولسوالۍ کې پرون (شنبه، د سلواغې په ۳۰مه) د مازدا ډوله موټر د اووښتو له امله رامنځته شوې ده.
دغه سرچینه وایي، د موټرچلوونکي له خوا موټر یې د تیز سرعت له امله له کنټروله وتلی او اووښتی دی.
څو ورځې وړاندې د هلمند د ترافیکو مدیر مسوولینو له اطلاعات روز سره په خبرو کې ویلي ول چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پیښو ګراف لوړ شوی او د یوې میاشتې په موده کې ۱۳۰۰ کسانو ته په ترافیکي پیښو کې مرګژوبله اوښتي ده.
