طالبان وایي د تاریخو اثارو د غصب مخه یې په کلکه نیولې

اطلاعات روز: د هلمند په مرکز لښکرګاه کې طالبان وایي، د هغو تاریخي ځایونو د غصب مخه یې په کلکه نیولې ده چې تیرو وختونو کې د زورواکو له خوا غصب شوې وې.

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست د مطبوعاتو امر مولوي حمدالله مدثر اطلاعات روز ته وویل چې په دغه ولایت کې څلور هغه تاریخي کلاګانې یې د زورواکو له منګولو ژغورلي چې د دوی لخوا غصب شوې وې.

مدثر وایي، دغه کلاګانې چې د نوشیروان عادل قصر، لمر او سپوږمۍ قصر، د سلطان مسعود قصر سنجد کلاګانو په نومونو دي، په تیرو وختونو کې د زورواکو لخوا غصب شوي دي.

هغه وایي د سیمو خلکو پر غصب شوو تاریخي سیمو د غواګانو شخصي فارمونه جوړ کړي ول او ورڅخه یې شخصي استفاده کوله.

مدثر وایي، هغه کسان چې تاریخي سیمې یې غصب کړي دي ورسره به قانوني چلند وشي.

نوموړي وویل: «کوم ځای چې دلته څلور تاریخي کلاګاني (قصرونه) موجودې دي، د دې ځای یو کس چې د وزو د روزنې فارم جوړ کړی، هغه مو نیولی. د دې ترڅنګ هلته مو هغه خلکو ته خبر ورکړی چې باید د دغه ځای څخه دوی شخصي ګټه وانخلي.»

په مرکز لښګرکاه کې د فرهنګي چارو یو تن پوه ډاکټر عبدالحلیم رحیمي د طالبانو د دغه اقدام هرکلی کوي او په خبره یې چې د تاریخي سیمو ساتنه مهمه ده او باید هره حکومت یې د غصب او لوټولو مخه ونیسي.

رحیمي وایي په هلمند کې ګڼ شمیر تاریخي سیمې د اورښتونو له امله هم له منځه تللي دي چې باید د طالبانو لخوا ورته پاملرنه وشي.

هغه زیاته کړه: «دا یوازې دغه تاریخي قصرونه نه دي چې د خلکو لخوا غصب شوي دي، خو زه وایم هر چا چې غصب کړی حکومت په دې مکلف دی چې هغه زورواکو څخه خلاص کړي.»

په ورته وخت کې هغه کسان چې د تاریخي سیمو د غصب تور پرې دی، وایي د سرپناه لپاره یې کورونه نه درلوده او اړ شوي دي چې د تاریخي کلاګانو څخه استفاده وکړي.

دوی له طالبانو غواړي چې د سرپنا یو ځای ورته جوړ کړي.

په هلمند ولایت کې تر ۸۰ زیات تاریخي او لرغوني لویې کلاګانې شتون لري، چې زیاتې یې اوس د له منځه تلو په حال کې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه