اطلاعات روز: په پکتیکا ولايت کې له دويمې سرحدي لوا څخه ۱۵۰ طالبان له نظامي زده کړو وروسته د فراغت سندونه تر لاسه کړل.
په سويل ختيځ زون کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو طالب چارواکي وايي، د دې کسانو له فراغت يې موخه د ډيورنډ فرضي کرښې ساتنه او د قاچاق مخنيوی دی.
د دغې قول اردو قومندان خالد ايوب وويل، پکتيکا له ګاونډي پاکستان سره اوږده ګډه پوله لري، چې د هغې د ساتنې لپاره به همدا فارغ سرتيري په دندو وګمارل شي.
که څه هم په دې وروستيو کې ځينې راپورونه خپاره شوي، چې پاکستاني پوځيان له کرښې افغان خاورې ته را مخکې شوي، خو د خالد ايوب په وينا هيچاته به اجازه ور نه کړي، تر څو له کرښې دې غاړې ته را واوړي.
په همدې حال کې بيا په پکتيکا ولايت کې د دويمې سرحدي لواء طالب قومندان بدرلدين ابراهيمي وايي، د پکتيکا ولايت د امنيت ساتنې او له کرښې پورې غاړه يې د قاچاق مخنيوی کړی دی.
له دوه مياشتنيو نظامي زده کړو فارغ نظام طالبان بيا وايي، د مسلکي ښوونکو له لوري ورته په ښه ډول نظامي زده کړې ورکړل شوې، چې د دوی په وينا اوس کولی شي، تر څو له افغان خاورې په ښه ډول ساتنه وکړي.
په پکتيکا ولايت کې دا نظامي طالبان په داسې مهال د فراغت سندونه اخلي، چې څه موده وړاندې پاکستان ته قاچاق کېدونکې ګڼې وسلې نيول شوې وې.
