د ننګرهار سره‌رود ولسوالۍ کې ځوانانو په خپل شخصي لګښت د څښاک اوبه برابرې کړي

اطلاعات روز: د ننګرهار سره‌ رود ولسوالۍ د «برو کاکو ‌خېلو» کلی چې د تورغر په لمن کې پروت دی، کلونه یې اوسېدونکي د څښاک اوبو د نشتوالي له امله له ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

د یادې سیمې اوسیدونکو اطلاعات روز ورځپاڼې ته په خبرو کې وویل، چې ګڼې موسسې یاد کلي ته راغلې وې، خو د دغه کلي د اوبو ستونزه یې نه وه حل کړې، له همدې کبله د دغه کلي ګڼ اوسېدونکي نورو سیمو ته بیځایه شول.

هغه ځوانان چې له زرګونه متره لرې سیمې څخه یې کلي ته په کم لګښت اوبه راتېرې کړي، وایي په کلي کې شته زړې اوسپنې او نور توکي یې پلورلي، چې کلیوالو ته پاکې اوبه ورسوي.

سیدالرحمن چې د کلیوالو ځوانانو د شورا استازیتوب کوي، اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا یې هوډ کړی و چې یاد کلي به د څښاک په موخه اوبه رسوي.

سیدالرحمن: «کلیوال کلونه د پاکو اوبو د نشتوالي له امله رنځېدل، ګڼې موسسې راغلې تر څو شته ستونزه حل کړي، خو بریالي نه شول، موږ په ډېرو کمو امکاناتو کلي ته پاکې اوبه راورسولې او اوس ټول کلیوال ترې ګټه پورته کوي او دا هوډ مو له ډیر مخکې څخه کړی وو، چې اوبه پیدا کړو.»

 نوموړی زیاتوي، په کلي کې یې پخوانۍ زړې اوسپنې او زاړه توکي پلورلي، چې پیسې يې شاوخوا ۸۰ زره افغانۍ شوې او پر پیسو یې هغه وسایل واخیستل، چې کلي ته پاکې اوبه ورسوي.

سیدالرحمن زیاته کړه: «کلیوالو ځوانانو د تورغر له پورتنۍ برخې چې چینې لري، کلي ته اوبه تېرې کړې دي، اوس د کلي هر کور د اوبو نلکه لري، له دې سره د هغوی ستونزه هواره شوې ده او دا ټولې پېسې مونږ د ځونانو په مرسته پیدا کړي چې زیاترو یې زړې اوسپنې پلورلي او زاړه توکي او له همدې پېسو چې شاوخوا ۱۸ زره افغانۍ کیدې پر د اوبو نلکې او نور وسایل اخیستي دي.»

د یاد کلي قومي مشران د خپلو ځوانانو له دې اقدامه خوښ دي.

د یادې سیمې یو اوسیدونکي ۵۰ کلن شاولي چې یو وخت یې د کورنۍ یو غړی د اړتیا وړ پاکو راوړلو ته ځانګړی کړی و، له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، هیڅ فکر یې نه و کړی چې یوه ورځ به یې تر کوره د څښاک اوبو راورسیږي.

شاه ولي زیاته کړه: «د برو کاکوخېلو کلي کې لسګونه کورنۍ ژوند کوي، دا کلی د غره په لمن کې پروت دی، ګڼو اوسېدونکو د اوبو له نشتوالي کلی پرېښی وو او نورو سیمو ته یې کډه کړې وې؛ خو اوس ټول بېرته راګرځېدلي او مونږ د همدې اوبو لپاره د کور یو کس ځانګړی کړی و، چ هره ورځ به یې اوبه د څښاک لپاره راوړلې خو اوس ډیر خوشاله یو چې دا ستونزه حل شوه.»

نوموړی زیاتوي، چې اوږده موده یې پاکو اوبو ته لاسرسی نه لاره او د کلي خلکو به له لرې ځایه پاکې اوبه راوړې، چې باید یو کس یې ورته ځانګړی کړی وای.

نوموړی همداراز وایي، اوس ځوانانو د کلي اوسېدونکي له لوی کړاو څخه خلاص کړي او د هغوی له دې کاره هرکلی کوي.

دا یوازې د ننګرهار د سره رود« کاکوخېلو کلی» نه دی، چې د پاکو اوبو له نشتوالي سره لاس او ګرېوان دي، لا هم د ننګرهار ګڼې نورې سیمې شته چې اوسېدونکي یې د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د یادونې وړ ده، چې د هیواد ډېری سیمې وروستیو وچکالیو سختې ځپلې دي او د کرکیلې د پيکه کېدو تر څنګ یې د څښاک اوبو ته لاسرسی هم ګران کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه