نورستان کې د بې‌کارۍ له امله د خلکو ترمنځ خپلمنځي شخړې زیاتې شوي

اطلاعات روز: د نورستان یو شمېر قومي مشران وایي، په هېواد کې د بې روزګارۍ او روان ناوړه اقتصادي حالت له امله په دې ولایت کې د خلکو ترمنځ د پولې او پټي پر سر شخړې زیاتې شوي دي.

د دواب ولسوالۍ قومي مشر وکیل داد محمد خان اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، پخوا د سیمې زیاتو کسانو دولت کې بېلابېلې دندې درلودې او په خبره یې ډېری يې په ښارونو کې اوسېدل، نو د پولې پټې ګټې ته يې دومره اړتیا نه پیدا کېده.

نوموړی وايي، روان خراب اقتصادي حالت خلک بې روزګاره کړي او بېرته یې خپلو مېنو ته ستانه کړل چې په وینا یې د پولې، پټې ګټې ته يې سترګې غړیږي. هغه وایي، هره ورځ قومي مشران یادو ستونزو د هواري لپاره په جرګو بوخت وي.

 داد محمد خان زیاتوي: «د نورستان په مرکز او ولسوالیو کې د ولسي خلکو له خوا پولې پټي پر سرجنګونه زیات شوي، ځکه خلک بې روزګاره شوي او هیڅ کار نه لري، ټوله ورځ د پټو او پولو پرسر جګړې وي، دوه میاشتې مو په همدې روغو جوړو تېرې کړې له یوې جرګې نه یو پاڅېدلي، چې بل ځای کې جنګ شوی وي، له حکومت غوښتنه کوو چې خلکو ته د کار روزګار د پیدا کیدو په برخه کې جدي کار وکړي او که چیرې خلکو ته کار پیدا نشي دا ډول خپل منځي جنګونه به ډیر شي.»

د نورستان یو بل قومي مشر حاجي عبدالمجید هم د روغو جوړو په جرګو کې تل بوخت وي.

هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، بې روزګارۍ، غربت او د مرستو نه شتون د دغه ډول کلیوالي او قومي شخړو رامنځته کېدو ستر لاملونه دي.

نوموړی وایي،له څه مودې راهیسې په نورستان کې د ځایي خلکو په خپل منځي شخړو او جنګونو کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، خو سره له دومره ستونزو بیا هم دوی په دې بریالي شوي چې د ډېرو کسانو ترمنځ دښمنۍ او بدبينۍ پای ته ورسوي.

نوموړی له اوسني حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې بې روزګارو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او همدا راز دې نورستان ته د بیارغونې او نورو برخو کې پاملرنه زیاته کړي.

قومي مشر حاجي عبدالمجید:«د هیواد د نورو ولایتونو په شان نورستان کې هم د خلکو کار روزګار نشته او زیاتره خلک چې په تیر حکومت کې یې دندې درلودې اوسمهال بې رزوګاره شوي دي او په هره برخه کې مرستې ته اړتیا لري، مونږ ته چې د جرګو له لارې څومره مالومه شوې، د دغه خپل منځي جنګونو لوی لامل بې روزګاري ده او که چیرې دا ستونزه حل شي جنګ هم خلک نه کوي.»

په همدې حال کې نورستان کې طالب چارواکي وایي، د خلکو اقتصادي ستونزو دحل لپاره يې دولتي کار کوونکو ته د معاشونو او بې روزګارو کسانو ته د مرستندویه ټولنو په همکارۍ د نغدو پېسو او خوراکي توکو د ویش لړۍ پیل کړې.

نورستان د طالبانو د والي ویاند مولوي سمیع الحق حق بیان اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، حکومت په هڅه کې دی چې بې روزګاره خلکو ته په مختلفو برخو کې کاري زمینې برابرې کړي

مولوي سمیع الحق حق بیان زیاتوي: «نورستان کې که څه هم د بې روزګارۍ او فقر کچه د نورو ولایتونو پرتله ډېره زیاته ده، خو اوس مهال مونږ په هڅه کې یو، چې د نورستان د ولسونو لپاره د مختلفو خیریه بنسټونو او نورو ادارو له لوري د خوراکي اونورو توکو مرستې جذب کړو، چې په همدې لړۍ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې، اکټېد او نورو موسسو له خوا د خوراکي توکو او نغدو پېسو د ویش لړۍ روانه ده، که څه هم دا مرستې د خلکو ستونزې نشي حلولی، نو له نورو خیریه ټولنو هم غواړودې ولایت ته خپلې مرستې را ورسوي او خلک له دغو بدو اقتصادي حالاتو وژغوري.»

نورستان میشتي وایي، د دغه ولایت په دواب، نورګرام او نورو سیمو کې پخوا هم د ځنګلونو، اوبو او ځمکو پرسر جنګونه کېدل چې د کشتوز او کامدېش او د نورګرام په شام او نورو درو کې د لسګونو کلونو را په دې خوا دښمنۍ يې ښکاره بېلګې دي، خو اوس به په کې یو په دغه دښمنیو کې تر پخوا زیاتوالی راغلی.

ولسي خلک له طالب چارواکو او همدارنګه له قومي مشرانو غوښتنه کوي، چې په دغه ولایت کې دې د دغه ډول شخړو مخه ونیسي او کومو ځایونو کې چې شخړې پر دښمنیو بدلې شوې باید د دښمنو کورنیو او قومونو ترمنځ د روغې جوړې هڅې وکړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه