د ننګرهار لرې پرتو سیمو کې د لومړنیو روغتیایي مرستو مرکزونه جوړیږي

اطلاعات روز: طالب چارواکي وایي، د دې مرکزونو په جوړیدو سره به روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ډیر او د مور او ماشوم د مړینې کچه به ورسره راکمه شي.

د ننګرهار طالب والي دویندوی له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ننګرهار مرستیال والي حاجي مدثر سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو مسوول الکساندر بودیروز ګډه ناسته کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، نوموړي ژمنه وکړه چې ملګري ملتونه به د ننګرهار ولایت په لرې پرتو سیمو کې د لومړنیو روغتیایي خدمتونو د مرکزونو په جوړولو کې مرسته وکړي او د دغه مرکزونو لپاره به ودانۍ، وسایلو او درملو په چمتوکولو او روغتیایي کارکوونکو په ګومارنه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي د ننګرهار له مرستیال والي غوښتنه وکړه چې د اړمنو خلکو د معلومولو لپاره د دوی کارکوونکو ته د کارکولو په زمینې برابرولو کې مرسته وکړي.

د ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې دننګرهار مرستیال والي دملګرو ملتونو ددې اقدام دستاینې تر څنګ هغوې ته دهمکارۍ ‌ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې کار سره به روغتیایی خدمتونو ته د خلکو لاسرسی زیات شي.

ها خوا دننګرهار د عامې روغتیا ریس ډاکتر امیرمحمد افتاب وایي په لرې پرتو سیموکې به دلومړنیو روغتیایی مرستو د مرکزونو په جوړولو سره نه یوازې داچې روغتیایی خدمتونو ته د خلکو لاسرسې زیات شي بلکې د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې به کموالی راشي او له اقتصادي پلوه به هم خلک له ستونزو وژغورل شي.

د ملګروملتونو د بشري چارو اداره داسې مهال دننګرهار ولایت په لرې پرتو سیموکې د لومړنیو روغتیايي مرستو د مرکزونو د جوړولو خبر ورکوي چې نړیوالې ټولنې دافغانستان دروغتیاي سیستم دنړیدو له امله لا له وړاندې خبر داری ورکړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه