اطلاعات روز: د افغانستان د راتلونکي نسل یا «FGI» په نامه موسسه د کونړ په سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې دوه زرو ښځو ته کورنۍ باغچې جوړوي.
د یادې موسسې یو مسول ارشاد الحق تالاش اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا موسسه دې کورنیو ته د باغچو جوړولو وسایل او د تازه ترکاریو تخمونه هم ورکوي او هم یادو ښځو ته د کورنیو باغچو جوړولو روزنه ورکوي.
نوموړی همداراز وایي، له باغچو څارنه او د مشورو ورکړه هم د دوی پرغاړه ده.
ارشاد الحق تالاش زیاته کړه: «د کونړ په سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې موږ دوه ۲زره ښځو ته د سبزیجانو ۷ ډوله تخمونه او د کورنیو باغچو د وسایلو وېش پیل کړی دی او موخه مو دا ده چې میرمنې په کور دننه په ځان بسیا شي او اقتصادي ستونزې چې اوس ورسره مخ دي حل شي.»
د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اوسیدونکې نسیمې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، کومو ښځو ته چې کورنۍ باغچې یې جوړېږي پرې خوښې دي او وايي، دې سره به يې اقتصادي ستونزې یو څه را کمې شې.
نسیمه زیاتوي: «له دې موسسې خوښې یو چې راته کورنۍ باغچې جوړوې، ځمکه مو درلوده خو په کې د باغچو جوړولو وس مو نه درلوده، یتیمان را ته پاتې دي، اوس به دغو باغچو کې شیان کرو او حاصلات به يې پلورو او خپلو ماشومانو ته به پرې یو څه اخلو.»
د کورنیو باغچو جوړولو پروژه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان یا «FIO» له خوا تمویلېږي چې د هېواد د نورو برخو په څېر کونړ او نورستان کې هم د کرنې او مالدارۍ برخه کې خلکو سره مرستې کوي.
