اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت ځينې اوسيدونکي وايي، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون يې تر اوسه د ۱۳۹۷ کال د ټاکنو د وخت د دندې معاشونه نه دي ورکړي.
دوی شکايت کوي چې سلګونه کسانو په سختو شرایطو او ستونزو کې کار کړی، خو تر اوسه ورته د خپلو مالي امتيازونو ورکولو په برخه کې يوازې ژمنې شوې او عملا يې په اړه هېڅ هم ندي شوي.
د ښرنې اوسېدونکی ښادي خان وايي چې له ټاکنو کميسيون سره يې د DFC په توګه کار کړی، خو د ځان سربېره يې له ده سره د مامورينو معاشونه هم ندي ورکړل شوي.
خان اطلاعات روز ته وویل: «موږ له تهديدونو او مشکلاتو سره په پوره اخلاص کار وکړ، خو د دوه، درې کلونو په تېرېدو يې پيسې ندي راکړې او دا د ډېر ناوړه مديريت او غفلت نښه ده.»
محمدسليم بل ځوان دی چې له ټاکنو کميسيون سره يې دنده تر سره کړې، خو شکايت کوي چې له هغه وروسته يې هېڅ احوال ندی اخيستل شوی.
سليم نيوکه کوي چې د ټاکنو کميسيون له داسې چلند سره به راتلونکي کې څوک له يادې اداې سره په اسانۍ دندې تر سره کولو ته زړه ښه نه کړي.
نوموړي زياته کړه: »د هر کس معاش له پنځلس سوه افغانيو نيولې تر اووه زره افغانیو پورې دی. «
د مټاخان ولسوالي د ځوانانو شورا مشر او د ۱۳۹۷ کال د ټاکنو کارکوونکی عبدالقهار همتیار ټاکنو کميسيون د دې ولايت د شاوخوا ۳۲۰۰ کارکوونکو معاشونه ځنډولي دي.
همتيار وويل:»د ۱۳۹۷ کال د ټاکنو معاشونه د ډېرو پکتیکا والو پاتې دي، زموږ غوښتنه داده چې د ټولو کسانو معاشونه ورته ورکړي خلک ډېر ضرورت لري، په ډيرو سختو حالاتو او د سر په بدل کې يې کار کړی، تاسو فکر وکړئ چې دوه کاله د کوم چا معاش پاتې وي هغه به بیا څنګه کار کولو ته زړه ښه کړي«.
د پکتیکا ولایت ټاکنو خپلواک کميسیون مسولین هم مني چې د دوی د زیاتو کارکوونکو معاشونه پاتې، خو وايې هڅه کوي چې ژر تر ژره له مرکز څخه د یادو کسانو د معاشونو د حواله کېدو چاره تر سره
د ياد کميسيون سرپرست بلال شهباز وویل د ۱۳۹۷ کال د پارلمانې ټاکنو د کارکوونکو د معاشونو ستونزه یوازي په پکتيکا کې نه، بلکې په ځينو ولايتونو کې هم پاتې ده.
هغه څرګندوي دوی تل په دې هڅه کې دي چې له مرکزي کمېسیون سره یوې پریکړې ته ورسیږي او ټول هغه کسان چې کار يې کړی او معاش يې پاتې ده ، معاشونه ورته ورکړي.
»رښتیا هم د ډيرو کسانو پخواني معاشونه پاتې دي خو د (UNDP) اصول داسې دي چې معاشونه د اېم پیسه له لارې ورکوي، ستونزه دا هم ده چې د پکتیکا په ډيری ولسوالیو کې مخابراتې شبکې کار نه کوي. زموږ نهايې هڅه دا ده چې له مرکز څځه د دوی پیسې را وغواړو او ټولو ته يې خپل حق ورکړل شي.«
دې کسانو تر دې وړاندې هم په دې اړه شکايت کړی او اوس وايي که معاشونه يې ژر ورنکړل شي، نو په اعتراضونو به لاس پورې کړي.
