پر کونړ د پاکستان تازه بریدونه؛ طالبانو لا غبرګون نه دی ښودلی

اطلاعات روز: پر کونړ د پاکستاني نظامیانو راکیټي بریدونو کې دوه ولسي وګړي ټپیان شوي او لسګونه کورنۍ له خپلو مېنو خوندي سیمو ته کډه شوي دي.

د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ له تیر ماذیګر (سه‌شنبه، د سلواغې له ۲۶مې) راهیسې د پاکستاني نظامیانو له لورې لسګونه توغندیز بریدونه شوي دي چې دوه کسه ټپیان شوي او لسګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

د سرکاڼو ولسوالۍ ځایي اوسیدونکي وایې، له تیر ماذدیګر راهیسې د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې څخه د یادې ولسوالۍ پر ګنجګل او ناوې سیمو او په نورو ګڼو مرکزي کلیو او بازار راکیټي بریدونه پېل شوي چې له ویرې یې خلکو کورونه پریښي او خوندي ځایونو ته کډه شوي دي.

دوی وایې راکیټي بریدونه لاهم دوام لري او د ولسوالۍ یو شمېر کلي له خلکو خالي شوي دي.

د یادې ولسوالۍ یو تن قومي مشر ملک میرداد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل،زد پاکستاني نظامیانو په راکیټي بریدونو کې د خلکو کورونه او کروندې ویشتل شوي او تر اوسه د دوه عامو خلکو د ژوبلیدو راپورونه هم ورکړل شوي دي

د نوموړي په خبره د پاکستاني غاړې د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په مرکزي کلیو راکیټي بریدونه کیږي او لاهم دوام لري.

ملک میرداد زیاته کړه: «له تیر ماذیګر راوروسته د پاکستان راکیټي بریدونو کې زیاتوالی راغلی او حتا زموږ تر کلي چې د یادې ولسوالۍ مرکزي کلی دی، په ګولیو وویشتل شول. موږ او زموږ ډیر کلیوالو خپل کورونه پریښودل او په دې توره شپه اسداباد ته د خپلوانو کره راغلو، زموږ په کلي لکه قیامت ټول خلک په منډه او یره کې دي.»

کونړ کې طالب چارواکي هم مني چې د پاکستاني لورې څخه د کونړ ډیورنډ کرښې ته په پرتې ولسوالۍ سرکاڼو په یو شمېر سیمو راکیټي بریدونه شوي.

د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیب الله حنیف اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، له تیرې ورځې راهیسې د پاکستاني نظامیانو له لورې په سرکاڼو ولسوالۍ توغندي ویشتل کیږي، چې ځایې خلک یې له ګڼو ستونزو او کورونو پریښودو ته اړ کړي دي.

حنیف په دغه بریدونو کې د اوښتي زیان په اړه څه ونه وویل، خو زیاتوي چې د سرکاڼو سربیره د پاکستاني نظامیانو له لوري د کونړ مرورې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو د سپکو وسلو ډزې هم شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان بر کونړ دا ډول توغندیز بریدونه کوي، بلکې له دې وړاندې هم کړي چې له امله یې ولسي خلکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې وه.

که څه هم لا طالبانو د پاکستان دې بریدونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې د کونړ ولایتي چارواکو دغلته پر ډیورنډ کرښې د پوستو جوړولو یوه موخه دا ښودلې وه، چې که چېرې پاکستانی لوری توغندیز بریدونه وکړي، ژر به ورته عمل وکړي، خو لا طالبانو کوم داسې غبرګون نه دی ښودلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه