اطلاعات روز: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې سوداګرو او صرافانو د یوه لاریون پر مهال د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د بایډن فیصله « ظالمانه» بللې ده.
د ننګرهار سلګونه صرافانو، سوداګرو او ځایي اوسیدونکو نن (سهشنبه، ۲۶ د سلواغې) د یو سولهییز لاریون پر مهال د امریکا د ولسمشر جو بایډن هغه پریکړه وغندله، چې له مخې يې د کنګل شوې شتمنۍ ۷ ملیارده ډالرو نیمې د سیپټمبر د ۱۱ پېښې قربانیانو او نیمې افغانستان ته د بشري مرستو په موخه ورکول کېږي.
لاریونوال چې د امریکا د جمهور رییس پر ضد یې شعارونه ورکول دغه پریکړه یې ناعادلانه وبلله او ویل يې د افغانستان د شتمنۍ په هکله دې امریکا له « ظالمانه» فیصلو لاس واخلي.
د لاریون ګډونوال او د جلال اباد ښار د صرفانو اتحادې مرستیال غلام مصطفی اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، کنګل شوي شتمني د حکومتونو نه بلکې عام ولس ده او امریکا دې دغه پیسې خپلو خلکو ته نه خیرات کوي او نه دې هم د احسان په توګه افغانانو ته د بشري مرستو لپاره رالېږي، بلکې هر څه ژر دې ټوله شتمني ازده کړي تر څو افغانان ترې د خپلو اقتصادي ستونزو د حل په موخه ګټه واخلي.
د لاریون یو بل ګډونوال حاجي صالح محمد هډوال اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له نړیوالې ټولنې او په ځانګړي توګه نړیوال بانک هم وغوښتل وشول، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خلاصون لپاره دې لاس په کار شي او د افغانانو پر ضد د بايډن شوي فیصله دې نه مني.
لاریون کوونکو خپل یوه ۵ ماده ایز پریکړه لیک په جلال اباد کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ته هم وسپاره او ویل یې تر هغې، چې ټوله شتمنۍ ازاده شوي نه وي خپلو لاریونونو ته به دوام ورکوي.
د ننګرهار په ګاونډ کونړ کې هم همهاله لسګونه کسانو د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د بایډین د فیصلې خلاف لاریون شوی او غوښتي، چې د افغانانو پانګه دې امریکا د سیاسي فشار لپاره نه یرغمل کوي.
