ارزګان کې د کار په بدل کې د غنمو د وېش لړۍ پیل شوه

اطلاعات روز: په ارزګان کې د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې اوس مهال يي تر ۵۰۰ پوري کسانو ته د کار زمینه برابر کړي او یو هره یوه کس ته د ورځي لس کیلو غنم ورکوي. 

د ارزګان ولایت د کرني ریاست یوه چارواکي دادمحمد اطلاعات روز ته وویل چې دوی دغه پروګرام په مرکز او ولسوالیو کې د رییس‌الوزار د فرمان له مخې پیل کړی چې هر کس ته به د ورځې لس کیلو غنم ورکوي. 

نوموړی وايي، اوس مهال په مرکز ترینکوټ کې د یاد پروګرام له لارې ۵۱۳ کسانو ته یې د کار زمینه برابر کړې او په ولسوالیو کې په یاد پروګرام کې د بوختو کسانو د شمیر په اړه معلومات نه لري. 

دی وايي: «دا غنم چې د هندوستان هیواد له خوا افغانستان ته ورکول شوي، د ریس الوزرا د فرمان له مخې درې سوه ټنه غنم د کرنې ریاست په واک کې ورکول شوي ترڅو خلکو ته یې د کار په بدل کې ورکړي. د زراعت ریاست په دغه خلګو ویالي، کاریزونه او د ښار چرۍ پرې پاکې کړي، موږ په دې پروګرام کې غریبو کسانو ته اولیت ورکوو او هر یوه کس ته د ورځې لس کيلو غنم ورکوو او دا پروګرام په مرکز او ولسوالیو کې روان دی.»

د طالبانو له خوا د کار په بدل کې د غنمو د وېش د بهیر غځونه په افغانستان کې د روان اقتصادي او مالي کړکېچ د لا ژورېدو یوه بله نښه ګڼل کېږي. 

د ارزګان په مرکز ترينکوټ طوري سيمه کې چې د غنمو ترلاسه کولو په هدف سلګونه کسان په کار بوخت دي، وايي د سیاسي بدلون وروسته يې دندې له لاسه ورکړي او اړ دی چې د کار په بدل کې د غنمو ورکولو دغه پروګرام کې ګډون وکړي.

محمد میر چې شاوخوا ۶۳ کال عمر لري او د ۲۵ تنه کورنۍ سرپرستي ورترغاړې ده، په همدې ویاله کې د ورځې د لس کیلو غنمو په بدل کې کار کوي. 

دي وايي: «خوشحاله یم چې د کار زمینه راته برابره شوې، د ماښام ډوډۍ په کور کې نه لرم، زما په کور کې ۲۵ تنه دي نو دا غنم زما لپاره بسنه نه کوي، غوښتنه مو داده چې زموږ سره نورې مرستې هم وشي.»

پر کابل د طالبانو له ولکې راهیسې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې تر ډېره ودرېدې، خو په دې وروستیو کې ځینو هېوادونو له بېوزلۍ ځپلو افغانانو سره د مرستې ټټر وهلی دی.

خلک د کار په بدل کې د مرستو ترلاسه کولو ته ځکه خوشحاله دي چې په دې کار سره مرستې اړمنو او مستحقو کسانو ته رسيږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه