اطلاعات روز: د لوګر ولايت په مرکز پلعالم کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په نوم له نومول شوې لېسې د هغه نوم لرې کړی شوی او پر ځای يې د پادخواب شانې د شهيدانو لېسې نوم ورکړل شوی دی.
د لوګر ولايت د پوهنې له رياست څخه پرون دوشنبه «۲۵ د سلواغې» رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د مرکز پل علم اړوند د حامد کرزي د هلکانو لېسه د پادخواب شانې کلي د شهیدانو لېسې په نومول شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادې لېسې لپاره نوی اېښودل شوی نوم د پادخواب شانې په کلي کې د جګړې له امله د وژل شويو کورنیو او د سيمې د اوسېدونکو په غوښتنه تغير شوی دی.
د نارينه زده کوونکو همدغه ښوونځی په ۱۳۱۶ لمریز کال کې تأسیس شوی، چې اوس مهال له لومړي تر ۱۲ ټولګي پورې شاوخوا ۱۴۲۱ زده کوونکي په کې زده کړې کوي.
