طالبانو ارزګان کې په لومړي ځل د ښار پاکولو اشر کړی

اطلاعات روز: په ارزګان کې د طالبانو ښاروالۍ رياست مسوولين وايي، دغه اشر چې د بیلابیلو دولتي ادارو استازي په کې شامل دي، هدف يې خلکو ته د ښار پاک ساتلو په هدف عامه پوهاوی ورکول دي.

د ترينکوټ ښاروالۍ طالب ښاروال مولوي هنر وايي، دغه اشر يې «زموږ ښار، زموږ کور» تر عنوان لاندې پیل کړی دی چې د ښاروالۍ تر چتر لاندې د ښار ټول واټونه پاک کړي.

مولوي هنر وايي پلان لري ترڅو د ښار د ښکلا په هدف په ترينکوټ ښار کې نيالګي هم کښيږدي.

دی وايي :«نن چې موږ دغه اشر راپیل کړی دی، هدف مو خلکو ته عامه پوهاوی ورکول دي، ترڅو خلک وهڅول شي چې ښار د خپل کور په څير ګڼي او پاک ساتلو ته يې پام وکړي. له خلکو څخه غوښتنه کوو چې د ښار پاک ساتلو ته پام وکړي.»

د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ رياست يو طالب مسوول غلام نبي الفت د دغه اشر پر مهال وويل، د ټولو ښاريانو دنده ده چې د ښار پاک ساتلو ته پام وکړي او ښار د خپل کور په څير وګڼي.

نوموړي وويل: «دغه پروګرام د ښاروالۍ، اطلاعات فرهنګ او نورو رياستو په ملتيا پیل شوی دی، ترڅو له يوې خوا ښار پاک کړو او له بل پلوه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړو چې د ښار پاک ساتلو ته پام وکړي.»

په همدې مهال خلک هم د دغه ډول پروګرام هرکلی کوي. د ترينکوټ اوسيدونکي د ښار په پاک ساتلو کې د عامو خلکو او ښاروالۍ رياست دواړو کار مهم يادوي او زياتوي چې هر افغان ښار د خپل کور په څير ياد کړي او پاک ساتلو ته يې جدي پاملرنه وکړي.

د ترينکوټ يوه اوسيدونکي ملا جان خان وويل، دوی به د ښار پاک ساتلو ته جدي پام وکړي او ښاروالۍ رياست هم دنده لري چې وخت پر وخت ښار پاکولو ته پام وکړي.

دی وايي: «د ښار پاک ساتلو ته هم بايد خلک او هم ښاروالۍ دواړه پام وکړي. موږ عام خلک چې څومره مو په توان کې وي خپل کوښښ به وکړو خو د ښاروالۍ هم دنده ده چې خپل کار پر وخت وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې مخکې د ارزګان اوسيدونکو تل د ښاروالۍ پر رياست نيوکه کړې ده چې د ښار پاک ساتلو او عامه نظم رامنځته کيدو ته پام نه کوي او عام خلک غوښتنه کوي چې ښاروالۍ دې خپل مسوليت ته جدي پاملرنه وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه