اطلاعات روز: د چین بهرنیو چارو وزارت د امریکا له خوا د افغانستان مرکزي بانک د پانګې صادرولو په غبرګون کې ویلي چې د نړۍ تر ټولو بډایه هېواد په ښکاره د بېوزله خلکو پانګه لوټوي.
د چین بهرنیو چارو وزارت له ویاندویانو هوا چونینګ تېره شپه (یکشنبه، د سلواغې په ۲۴مه) یو ټوېټ کې لیکلي چې د افغانستان خلکو سرمایه باید خپل واک کې وي او کنټرول شي؛ په ځانګړي ډول هغه مهال چې اړتیا ورته لري.
امریکا وروستیو کې د افغانستان مرکزي بانک له ذخیرو اووه میلیارده ډالره چې په هغې هېواد کې ساتل کېدې او د طالبانو حاکمیت سره سم وتړل شوې، ۳.۵ میلیارده یې د سپټمبر یولسمې پېښې قرباینانو لپاره د غرامت په توګه ځانګړې کړې دي.
دغه راز د امریکا د دې پرېکړې سره سم، نیمایي نورې یې د مرکزي بانک له ذخیرو د افغانستان خلکو لپاره د مرستې په توګه یو خوندي صندوق ته لېږل کېږي.
د امریکا دولت دې پرېکړې پراخه منفي غبرګونونه راپارولي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د مرکزي بانک د پانګې صادرول د افغانستان خلکو پر وړاندې ظلم یاد کړی او د امریکا له ولسمشر جو بایډن یې غوښتي څو پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي.
هغه وایي، د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن پاکستان کې ووژل شو، خو د هغه کړنو تاوان د افغانستان خلک پرېکوي.
