اطلاعات روز: ننګرهار کې د ختيځ لبنياتو کارخونه هره ورځ ۳۵۰۰ کيلوګرامه شېدې پروسس کوي. دغه کارخونه شېدې په لوړ کيفيت پروسس کوي او د شېدو ساتلو ترڅنګ ترې مستې، شړومبې، چکه، پېروی، ملايي او پنير توليدوي.
ننګرهار کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند اجمل سبحاني اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په دې فابريکه کې ۴۵ تنه دنده تر سره کوي او په خبره یې بزګرانو ته هم د شېدو په پلورلو کې له ستونزو سره نه دي مخ.
اجمل سبحاني زیاتوي: «د ژمي په موسم کې که څه هم شیدې کمیږي خو بیا هم شاوخوا درې زره او پنځه سوه لیټره شیدې پروسیس کوي، خو د ګرمۍ په موسم کې بیا دا اووه زره لیټره شیدې پروسیس کوي، د ننګرهار له ۷ ولسوالیو کامه، کوز کونړ، بټي کوټ، سره رود، چپرهار، بهسود او غني خیلو څخه دا شیدې راټولوي او بیا یې دلته پروسیس کوي.»
په ورته مهال د دې فابریکې مشر ملک یحیی خان له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، که څه هم وروستیو بدلونونو د دوی پر کارونو یو څه اغېز کړی، خو په خبره یې که د طالبانو اوسنی حکومت په ښار کې د بې کيفيته لبنياتو مخنیوی وکړي نو بازار به یې لا ښه شي.

نوموړی له هيوادوالو هم غواړي، چې د بهرنیو تولیداتو پر ځای دې کورنيو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي.
ملک یحیي خان زیاتوي: «کوم شیدې چې دلته په دې کارخونه کې پروسیس کیږي بیا دلته دا پروسیس شوې شیدې چې کوچ، شیدې، ماستې او نور څه ورڅخه ترلاسه کیږي، له مختلفو ادارو سره مونږ قرارداد لرل خو د طالبانو حکومت په راتګ سره دا قراردادونه لغوه شوي او زمونږ ظرفیت هم یو څه راکم شوی دی،اوسمهال صرف په ښار کې هټیوالو سره قراردادونه لرو.»
محمد جمیل په دې فابریکه کې کاریګر دی وایي، وروستیو بې روزګاریو ته په کتو له خپله کاره ډېر راضي دی.
محمد جمیل زیاته کړه: «زما په ګډون په دې فابریکه کې شل کسانو ته دکار کولو زمینه برابره شوې او له خپل کار څخه راضي یم، له حکومت غوښتنه کوو، چې دا ډول کارخونې زیاتې جوړې کړي تر څو ټولو بې روزګاره خلکو ته دکار کولو زمینه برابره شي او شته بې روزګاري ختمه شي.»
بل لورته بزګران هم خوښ دي، چې د شیدو د پلور لپاره نږدې او آسانه لار په لاس ورغلې ده.
د شیدو پلورونکي حاجي زاده اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د دې فابریکي په شتون کې په اسانۍ شیدې پلوري او په بدل کې په ترلاسه شویو پيسو د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.
حاجي زاده زیاتوي: «هر دهقان ته د همدې شیدو له لارې له درې زرو ډیرې افغانۍ عواید ترلاسه کوي او که چیرې دا ډول د شیدو او نورې فابریکې زیاتې جوړې شي خلکو ته په کې د کار کولو زمینه هم برابریږي او بزګرانو ته هم په زیاته اندازه ګټه رسیږي.»
دوی پر پانګوالو غږ کوي، چې په دې برخه کې پانګونه زیاته او ورته نورې فابریکې جوړي کړي څو له یوه پلوه بزګرانو او مالدارانو ته ګټه ورسیږي او بل لورته بې روزګاره وګړي په کار شي.
