اطلاعات روز: ننګرهار ولایت کې طالب ځواکونو یو انسان تښتوونکی وژلی او دوه نور یې ژوندي نیولي دي.
په یاد ولایت کې د طالبانو د ملي امنیت ریاست څخه نن (دوشنبه، ۲۵ د سلواغې) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ ناوخته یې ځواکونو د خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال یو اختطاف کوونکی د مقاومت پر مهال وژلی او دوه نور یې ژوندي نیولي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې له نیول شویو کسانو یې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د انسان تښتونې پېښې ډیرې شوي، چې عام وګړي یې د مخنیوي په برخه کې د طالبانو له حکومت څخه د جدي اقدماتو غوښتنه کوي.
