هلمند کې د کرونا مثبتې پېښې یو ځل بیا زیاتې شوي

اطلاعات روز: په هلمند کې د هرې  ورځې په تېرېدو سره د کرونا مثبتې پېښې زیاتېږې، چې روغتیایي مسوولین یې لویه ستونزه د خلکو له خوا د روغتیايي لارښوونو نه عملي کول په ګوته کوي.

په لښکرګاه کې د کرونا ۲۰ بستریز روغتون رییس ډاکتر نصرت الله صفاري نن (يکشنبه، د سلواغې په ۲۴مه) اطلاعات روز ته وویل، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې پر کویډ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

د ده په وینا، په تېره جنوري میاشت کې ۲۰۶ مثبتې پېښې ثبت شوې او په روانه میاشت کې هره ورځ ۱۳۰ سمپلونه اخلي، چې ۵۶ او ان تر ۶۰ پورې مثبتې ثابتېږي.

هغه وویل: «د تېر په څېر په دغه ولایت کې د کرونا مثبتې پېښې ډېرې شوې، هره ورځ په ډېره اندازه خلک پر دې وبا اخته کېږي. د اټکل له مخې ویلی شو چې ۷۰ سلنه د کرونا مثبتې پېښې ډېرې شوې دي.»

همداراز بیا د یاد روغتون امر ډاکتر عنایت الله داوري هم وایي، د ناروغانو شمېر زیات دی او په خبره یې، د ځای نشت هم بله ستره ستونزه ده.

نوموړي وویل: «د اکسېجن په برخه کې دومره ستونزې نشته، خو ځای کم دی. یانې ناروغان ډېر دي او ځای مو کم دی.»

په ورته وخت کې بیا په یاد روغتون کې ناروغان پر شته خدمتونو خوښي څرګندوي او په خبره یې، په دې وروستیو کې ناروغانو ته پر وخت رسېدنه کېږي، خو ولسوالیو ته د دغو خدمتونو غځېدو غوښتنه کوي.

هغه وویل: «اوسمهال دلته ښه خدمتونه وړاندې کېږي، موږ خوښ یو، خو تمه لرو کې لېرې پرتو ولسوالیو ته هم دا خدمتونه وغځول شي.»

د یادولو وړ ده چې کورونا ویروس نه یوازې په هلمند، بلکې په دې وروستیو کې د هېواد په نورو برخو کې هم ډېر شوی او هره ورځ ډېری کسان پرې اخته کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه