جلال‌اباد ښار کې غږیزې ککړتیا عام خلک په رواني ناروغیو اخته کړي

اطلاعات روز: جلال‌اباد د هېواد له لویو ښارونو څخه دی چې ګڼه ګوڼه په کې زیاته ده. په دغه ښار کې د نورو ستونزو ترڅنګ ګڼې ګوڼې او لوړو غږونو عام خلک په رواني ناروغیو اخته کړي دي.

د جلال اباد ښار یو اوسیدونکي عبدالقاهر اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په دې ښار کې د موټرو او ریکشاوو د غږونو ترڅنګ د واټونو د غاړو پلورونکو لاوډسپیکرونو لوړو غږونو هم شورماشور زیات کړی او غږیزه ککړتیا یې رامنځته کړې ده.

د نوموړي په خبره په ښار کې غږیزه ککړتیا ورځ تربلې مخ په زیاتیدو ده چې له امله یې عام خلک په رواني او نورو عصبي ناروغیو اخته شوي دي.

عبدالقاهر زیاته کړه: «په جلال اباد ښار کې د نورو ستونزو سره سره د واټونو پر سره د توکو پلورونکو له لوري لاسپیکرونو غږونو خلک له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي، حتا زیاتره خلک د همدې لوړو غږونو له امله په عصبي او نورو رواني ناروغیو اخته شوي، ډیر کله مو د همدې لوړو غږونو له امله ښار ته هیڅ زړه نه کیږي چې راشو، غوښتنه کوو، چې باید ښاروالۍ د غږیزې ککړتیا مخنیوی وکړي.»

د جلال اباد ښار یو بل اوسیدونکي ایمل خان بیا له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له ښاروالۍ او نورو اړونده ادارو غوښتنه کوي، چې په جلال اباد ښار کې دې د محیطي ککړتیا د مخنیوي ترڅنګ د غږیزې ککړتیا د مخنیوي لپاره هم لارې چارې ولټوي.

ایمل خان زیاته کړه: «په جلال اباد ښار کې خو د هوا ککړتیا او محیطي ککړتیا ترڅنګ غږیزه ککړتیا هم رامنځته شوې چې خلک یې له زیات کړاو سره مخ کړي دي، له دغه پلورونکو غواړو چې نور دې په لاسپیکرونو کې دا لوړ غږونه نه کوي او ارامه فضا کې دې خپله دوکانداري وکړي او له ښاروالۍ هم غواړو چې د غږیزې ککړتیا مخینوی دې وکړي ځکه زیاتره خلک د همدې غږونو له امله په رواني ناروغیو اخته شوي.»

په جلال اباد ښار کې د واټونو ترڅنګ پلورونکي په لاوډسپیکرونو کې د توکو د بیو د ثبت او غږیدو لامل د مشتریانو د پام راړول بولي.

خان اغا یو له دغه پلورونکو څخه دی: «زه خپله په ښار کې په لاسي کراچۍ کې توکي پلورم خو لاسپیکر نه لګوم ځکه زه په ښار کې د همدې شور له امله دومره ناآرامه یم، چې اوس ان ذهني ناروغي راته پيدا شوې، که یو څوک له موږ توکي اخلي په لیدلو یې راځي، نو اړتیا نشته چې په لوړ غږ په لاسپیکرونو کې نارې ووهل شي او خلک ذهني نا ارامه کړو، خو کله کله دا هر څه په دې خاطر ځینې دوکانداران هم کوي چې د مشتریانو پام ځانته واړوي او په دې برخه کې خپله دوکانداري وکړي، خو دا هر څه زمونږ مجبوریت دی.»

بل لور ته د جلال آباد ښاروالي مني چې په دغه ښار کې ګڼه ګوڼه او غږیزه ککړتیا زیاته شوې خو هڅه کوي چې حل لاره ورته ولټوي.

د جلال اباد ښاروالۍ ویاند بختي جان مراد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د ښاري فرهنګ مراعت کول د اوسېدونکو مسوولیت دی چې باید ټولنیز نظم ته جدي پام وکړي.

بختي جان مراد زیاته کړه: «د جلال اباد ښاروالۍ په ښار کې د نورو کمپاینونو ترڅنګ د غږیزې ککړتیا د مخنیوي په موخه کمپاین هم ترسره کړی او څه ورځې وړاندې مو هم دا کمپاین ترسره کړ، چې پرمهال مو له زیاتو پلورونکو لاسپیکرونه مات کړل او بیا مو ورته توصیه وکړه، چې نور دې په لاسپیکرونو کې د توکو لپاره مشتریان نه جلبوي، خو لویه ستونزه دا ده چې د ژمي په موسم کې جلال اباد ښار کې ګڼه ګوڼه هم زیاته وي او زیاتره خلک له ښاري فرهنګ سره نابلده هم دې، چې په دې برخه کې عام پوهاوی شوی هم دی او هڅه کې یو چې دا لړۍ لا جاري وساتو.»

په ورته مهال روغتیاپالان هم په ښار او نورو شخصي ژوند کې هم د لوړو غږونو له اوریدو د مخنیوي غوښتنه کوي.

 د ننګرهار د حوزوي روغتون د رواني ناروغیو ډاکټران وايي، چې په دې وروستیو کې داسې کسان ورغلي چې د ناروغۍ لامل یې همدا لوړ غږونه او شورماشور دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه