تورخم کې ناروغانو ته د پاکستاني پوځیانو له لوري د اوښتو اجازه نه ورکول کیږي

اطلاعات روز: په تورخم کې هغه سلګونه ناروغان چې قانوني اسناد لري، وایي د پاکستاني عسکرو له لوري ورته دغه هېواد او کوزې پښتونخوا ته د درملنې په موخه د تلو اجازه نه ورکول کېږي.

نور عالم چې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکی دی او میرمن یې ناروغه ده غواړي د تورخم له لارې پاکستان ته لاړ شې. هغه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، که پښتونخوا ته د ورتلو اجازه نه ورکول کېږي، ښه به وي، چې د تورخم په نامه دروازه وتړل شي.

نوموړی د طالبانو پر حکومت هم نیوکه کوي او وایي، لازمه ده چې د پاکستاني حکومت پر وړاندې ورته اقدام وکړي.

نوموړی وایي، له څو ورځو راهیسې په دې هڅه کې دی چې خپله ناروغه میرمن پاکستان ته د درملنې په موخه انتقال کړي خو د پاکستاني عسکرو له لوري ورته د تګ اجازه نه ورکول کیږي.

نورعالم زیاتوي: «نن زما څلورمه ورځ ده چې دوه ورځې مې دلته په هوټل کې تیرې کړې میرمن مې ناروغه ده او غواړم یې پاکستان ته ېې د درملنې په موخه انتقال کړم خو دلته په تورخم کې راته د پاکستاني عسکرو له لوري د اوښتو اجازه نه راکول کیږي، په پاسپورټ د پاکستان ویزه هم لرم خو پاکستانیان راته مختلفې بهانې کوي له زیاتو ستونزو سره مخ یو، له طالبانو غواړو چې د تورخم دروازه دې له پاکستان سره د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړي.»

یو شمېر ناروغې مېرمنې چې د تورخم ښارګوتي په کوچني روغتون کې له څو اوونیو راهیسې په تمه دي، دوی له اطلاعات روز ورځپانې سره په خبرو کې له طالبانو وغوښتل، چې له پاکستاني حکومت سره دې د تورخم پر لاره د تګ راتګ پر مهال تلونکو خلکو او په خاص ډول ناروغانو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

ډېری دغه مېرمنې چې سختې ناروغۍ لري، وايي که یې ژر درملنه ونه شي، په همدې ځای کې به ژوند له لاسه ورکړي.

دوی د افغانستان او پاکستان له مسوولینو غواړي، چې د دوی ستونزو ته جدي پام وکړي.

نور بي بي یوه له دغه میرمنو څخه ده او غواړي د تورخم له لارې پاکستان ته د درملنې په موخه لاړه شي. هغې وویل: «له بېلابېلو روغتونونو قانوني اسناد لرو، خو پاکستان اړخ یې نه مني او له دروازې د تېرېدو اجازه نه راکوي له طالبانو غواړو چې له پاکستان سره دې د تورخم پر لاره د تګ په اړه خبرې وکړي او دا ستونزه دې حل کړي، د زړه ناروغي لرم او دلته مې درملنه ناشونې ده ډاکترانو راته ویلي، چې باید د پاکستان هغه روغتون ته لاړه شم، چې عملیات مې پکې کړی، خو دلته راته پاکستاني پوځیان د ورتلو اجازه نه راکوي.»

له بلې خوا، د تورخم کمیسار سید غازي الله هاشمي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې پاکستاني لوري ورسره په څلورویشت ساعتونو کې د سلو ناروغانو د پرېښودلو خبره کړې وه، خو اوس د ورځې یوازې دېرشو ناروغانو ته د ورتلو اجازه ورکوي چې له همدې امله په تورخم کې د هرې ورځې په تېرېدو د ناروغانو شمېر زیاتېږي.

نوموړی وايي، د همدې زیات بیرو بار له امله تېره اوونۍ هم په تورخم کې درې ناروغان مړه شول.

د تورخم کمیسار په خبره چې له پاکستاني لوري سره یې په ځلونو خبرې کړې، خو بیا هم ستونزه نه ده هواره شوې او پاکستانی لوری پر خپلو ژمنو نه دی ولاړ.

هاشمي زیاتوي: «له پاکستاني لوري سره مو په بیا بیا په تورخم کې د ناروغانو ستونزې شریکې کړې او د حل په موخه یې راسره ژمنې هم کړې، خو دا ژمنې لا نه دي عملي شوې.»

په ورته مهال د تورخم روغتون مسوول ډاکتر حبیب له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، یو شمېر افغانان غواړي، چې د ناروغۍ په جعلي اسنادو کوزې پښتونخوا ته ولاړ شي، چې دې چارې هم د سختو ناروغانو لپاره ستونزې راپورته کړې دي.

هغه د روغتونونو له مسوولینو غواړي چې روغو وګړو ته د جعلي اسنادو له ورکولو ډډه وکړي.

ډاکتر حبیب زیاتوي: «موږ ته دلته تر ډېره له داسې اسنادو سره ناروغان راځي، چې پاکستاني لوري ته د منلو نه دي، سره له دې موږ دوی ته یوه پاڼه ورکوو چې له دروازې تېر شي؛ خو پاکستاني پوځیان یې بېرته راګرځوي.»

که څه هم په تورخم کې ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو سره له دې د دروازې دې لوري ته په ورځو په تمه وي، تر څو هغې غاړې ته د تلو اجازه ورکړل شي.

روغتیاپالان وايي، که دننه په هېواد کې یو معیاري روغتون جوړ شي، افغانان به پاکستان ته د درمنلې له اړتیا وژغورل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه