سوېل کې کور په کور د واکسين مخنيوی؛ ارزګان کې ۷۰ سلنه ماشومان ترې پاتي

اطلاعات روز: که څه هم طالبان پر ټول افغانستان له تېرو څه باندې پنځو مياشتو راهیسې ولکه ټينګه کړې ده خو لاهم په جنوبي ولايتونو کې کور په کور واکسين تطبیق ته اجازه نه ورکوي چې له امله یې ۷۰ سلنه ماشومان په ارزګان کې له واکسين څخه پاتې شوي دي.

د ارزګان د عامې روغتيا رياست د پوليو د برخې مسوول محمد نبې احمدي نن (دوشنبه، د سلواغې په ۱۸مه) اطلاعات روز ته وويل، له کله چې طالبانو کور په کور د واکسين تطبیق مخه نيولې، په زرګونه ماشومان د پوليو له واکسينه پاتې شوي.

هغه وايي: «کله چې جومات په جومات د واکسین کمپاین پلی شوی، نږدې ۷۰ سلنه ماشومان د پولیو له واکسینه بې برخې شوي دي.»

عام خلک هم دغې چارې انديښمن کړي دي او د طالبانو غواړي چې په دغه ولايت کې دې کور په کور واکسين تطبیق ته اجازه ورکړي.

د ارزګان يو تن اوسېدونکی سميع‌الله چې خپله څلور ماشومان لري، وايي له کله چې مسجد په مسجد پر ماشومان واکسين تطبیق کېږي له هغه راهیسې يې څو ځله ماشومان له واکسینه پاتې شوي دي.

هغه له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې کور په کور د واکسين تطبیق ته اجازه ورکړي.

د مسجد په مسجد د واکسين د تطبیق  نه يوازې دا چې ماشومان د واکسين څخه پاتې شوي بلکي يو شمير واکسيناتوران هم بې دندو شوي دي.

محمد الله د دې ولایت د پولیو د رضاکارانو له ډلې څخه یو دی چې د کمپاین مسوولینو له تېر یو نیم کال راهیسې په کور کینولی.

ارزګان کې د طالبانو مسوولین بیا وايي، د عامې روغتیا د ریاست او د پولیو د برخې د مسوولینو سره یې ناستې کړي او یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ رياست ريیس ملا محمداصف وايي: «په خواشینۍ سره چې زموږ ډېری ځوانان بې کاره شوي، د ګوزڼ ضد واکسین کمپایونونه به له دې وروسته کور په کور ترسره شي چې له یوه خوا به وزګارو ځوانانو د کار زمینه برابره شي او بل به زموږ ماشومان د ګوزڼ ضد واکسین څخه برخمن شي، موږ کوښښ کوو چې خلکو ته د پولیو د واکسین په اړه د رسنیو او نور لارو عامه پوهاوی ورکړو.»

په تيرو وختونو کې طالبانو ادعا کوله چې د امنيتي ستونزو له امله کور په کور د واکسين تطبیق ته اجازه نه ورکوي خو خلک وايي اوس چې امنيتي ستونزې ختمي شوي دي د کور په کور واکسين ته اجازه نه ورکول څخه ښکاري چې طالبان د واکسين له پروسې سره مخالفت کوي.

سره له دې چې ډېری کورنۍ تر هر ماشوم پورې د واکسین د رسولو لپاره کور په کور کمپاین غوښتنه لري، خو تېره اونۍ په ارزګان او یو شمېر نورو سویلي ولایتونو کې یو ځل بیا د پخوا په څېر جومات په جومات کمپاین پیل شو.

د ۲۰۲۲ میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه